روزنامه هیواد

حسینه صافۍ: د فیروز کوه فرهنګی فعالیتونه دې د هوکړه لیک په چوکاټ کې تنظیم شی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وزیرې حسینې صافۍ پرون د فیروزکوه موسسې د فرهنګی میراثونو په چاروکې له سلاکار سره په کابل کې وکتل . په دې کتنه کې د فیروزکوه موسسې د فرهنګی میراثونو په چاروکې سلاکار په افغانستان کې د دغه بنسټ د کړو وړو او فعالیتونو په اړوند معلومات ورکړل او ویې ویل ،چې فیروزکوه په ٢٠٠۶ میلادی کال کې په کابل کې په فعالیت پیل وکړ او د فرهنګی میراثونو په تېره بیا د غیر ملموسو فرهنګی میراثونو، ښوونې او روزنې او د سیمې د خلکو د انکشاف په برخوکې کار کوی .ده زیاته کړه، چې په تېرو دوولسو کلونوکې په کابل کې د تاریخی اصالت په ساتنې سره ١۵٠ کورونه د فیروزکوه له خوا ترمیم شوی او د فرهنګی میراثونو د ساتنې په لاره  دسیمې د خلکو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې یې روزنیز پروګرامونه جوړ کړی دی.ده زیاته کړه، چې د فیروزکوه موسسه په هنری برخه په تېره بیا د لاسی صنایعو، د لرګی پرمخ د کیندنې، غالۍ اوبدلو، حکاکی، زرګرۍ  او د خطاطۍ په برخوکې زیات  شاګردان روزلی او تولیدی فعالیتونه هم لری.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وزیرې په فرهنګی برخه په تېره بیا د هېواد د اصیل فرهنګ د ساتنې په برخه کې د فیروزکوه موسسې کړه وړه وستایل او زیاته یې کړه ، چې د فیروزکوه موسسې فرهنګی فعالیتونه دې باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د فیروزکوه ترمنځ د یو تفاهم لیک په چوکاټ کې کې تنظیم شی.دغه راز حسینې صافۍ ټینګار وکړ، چې نړۍ ته د افغانستان د تاریخی آثارو او آبداتو د ورپېژندنې او د نړیوالو فرهنګی میراثونو په لېست کې د هغو د ځایولو په باره کې باید زیاتې هڅې وشی. باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید