روزنامه هیواد

حسینه صافۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالی اړتیاوې د مالیې وزارت  له مسوولینو سره  شریکې کړې

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې  او کاندیدې وزیرې حسینې صافۍ د چهارشنبې په ورځ د مالیې وزارت د عوایدو له لوى رییس  عبدالحبیب ځدران سره په یوه غونډه کې  د دغه وزارت د مالی برخې داړتیاو په باره کې خبرې وکړې. په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالی اداری او ګرځندوى معیینې پوهنیارې سیدې مژګان مصطفوی، د دې وزارت  د مالی برخې سلاکار او مسوولانو او دغه راز  د مالیې وزارت د بودجې ریاست استازی او ددغه وزارت  د فرهنګ او   پوهنې  دبرخې مسوول  هم برخه لرله  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د مالی برخې  په تېره بیا  دعوایدو دزیاتوالی  او دبودجې  دکارولو په برخه کې د دغه وزارت داړتیاو په باره کې  خبرې وشوې .داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې د دې وزارت ځینې  مالی اړتیاوې په تېره بیا په بهرنیو هېوادونوکې د دې وزارت د فرهنګی اتشو مالی اړتیاوې د مالیې وزارت  له هیئت سره  شریکې کړې  او له هغه څخه یې وغوښتل چې داطلاعاتو اوفرهنګ  له وزارت سره   زیات مالی ملاتړ وکړی  .  دغه راز د مالیې وزارت د عوایدو لوى رییس ددې ترڅنګ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د مالی ستونزو دلرې کولو په خاطر  د دغه وزارت  همکاری څرګنده کړه ویی ویل: که چېرې  دغه وزارت وکولاى شی  خپل عواید زیات کړی  دزیات مالی ملاتړ وړ به  وګرځی .             باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید