روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

حسینه صافۍ:د هېواد د اصیل فرهنګ ساتنه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مهمه دنده ده

دکابل د فرهنګی اوونۍ دنمانځنې مراسم پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په بابر شاه بڼ کې پرځاى شول .  دغه مراسم داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې او کاندیدې وزیرې  حسینې صافۍ  ، د دې وزارت د معیینیانو ، سلاکارانو او رییسانو ، د جمهوری ریاست د سلاکار  عبدالغفور  لیوال ، دملی امنیت دشورا  د فرهنګی چارو دسلاکار نجیب الله منلی ، یوشمېر دولتی مقاماتو او د فرهنګی  شخصیتونو په شتون پرځاى شول . د دغو مراسمو په پیل کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ  خبرې وکړې او ویې ویل، چې د دې وزارت یوه له مهمو دندو څخه د هېواد داصیل فرهنګ  ساتنه ده او له همدې امله  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې لاره کې  د یادونې وړ فعالیتونه ترسره کړی دی .  دې زیاته کړه،چې د فرهنګی اوونۍ د نمانځنې موخه د هېواد داصیل  فرهنګ لازیاته پېژندنه ده اودلومړی ځل لپاره د فرهنګی اوونۍ د نمانځنې پروګرام د پروان له ولایت څخه پیل شو او وروسته وروسته دننګرهار ، غزنی ، خوست او کاپیسا په ولایتونوکې جوړ شو او دغه پروګرام د هېواد په نورو ولایتونوکې هم دوام مومی . حسینې صافۍ  وویل: دکابل د فرهنګی اوونۍ نمانځنه په بابر شاه بڼ ، تیمور شاهی پارک ،  ښځینه  بڼ ، داحمد شاه بابا مینې دحبیب الله ځاځی په پارک ، د دشت برچې د معرفت  په لیسه ، دخیرخانې مینې په پارک  او دکابل ښار دلومړى مکروریان په پارک کې پیل شوه او د زمری دمیاشتې تر  ٢۵ نیټې پورې دوام مومی .  دې زیاته کړه، چې دروانۍ اوونۍ په بهیر کې  دانځور ګرى ، خطاطۍ  ، رسامۍ ،  دعینکو د مسو د آثارو  دعکس ،  لاسی صنایعو ، کرنیزو محصولاتو  ، د ملی موزیم  د آثارو او دلرغونپوهنې  دریاست نندارتونونه ، د داخلی فلمونو  دښودلو ،تیاتر ، موسیقۍ او کابل ښاریانو ته د  سپورتې نمایشاتو نندارتونونه په دغو ساحو کې جوړیږی .  دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سر پرستې له کابل ښاروالۍ او له نورو وزارتونو  او بنسټونو څخه چې دکابل د فرهنګی  اوونۍ په نمانځنه  کې یې له دغه وزارت سره مرسته کړې ده ، مننه وکړه .  په دغو مراسمو کې داجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله پیغام داجرائیه ریاست د فرهنګی چارو دسلاکار فقیر مومند په واسطه ولوستل شو ، چې په یوه برخه کې یې ویل شوی دی:  د ملی وحدت حکومت  ویاړی چې دکابل فرهنګی  اوونۍ نمانځی او هغه ګام  چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په دې برخه کې  اخستى دى دستاینې وړ دى .  دغه راز په پیغام کې دهېواد د فرهنګی میراثونو او دتاریخی ابداتو ساتنه دافغانستان دحکومت ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او د هېواد د ټولوخلکو یوه مهمه دنده بلل  شوې ده او دغو ملی پانګونو نه په پاملرنې  باندې تینګار شوى دى .   دکابل ښاروالۍ سرپرست پوهنیار حبیب الله حبیب زی  هم په خپلو خبرو کې دکابل ښار دتاریخچې  په باره کې  معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په تاریخی لحاظ   کابل ښار   ٢٧٠٠  کاله سابقه لری او په تیرو وختونوکې دشاهانو او حاکمانو د پاملرنې وړ و .  ده  دکابل ښار دښه والی  په برخه کې دکابل ښاروالۍ  د پروګرامونو په باره کې  معلومات ورکړل  او دکابل تاریخی آثارو اوابداتو او په ښار کې  داستوګنې فرهنګ  ته پاملرنه یې  په دې ښار کې کاری لومړیتوب وباله  دغه راز دیونسکو دسازمان استازی عمرا خان مسعودی دکابل دفرهنګی اوونۍ له نمانځنې په اړوند ددغې ادارې  پیغام ولوست  او دافغانستان له حکومت  او په تیره بیا داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره  یې  ددغه سازمان دزیاتو همکاریو ډاډ ورکړ .  د اطلاعاتو او فرهنګ  پخوانی وزیر  ډاکتر سید مخدوم رهین هم په خپلو خبرو کې  دکابل ښار دتاریخ  او لرغونتیا په باره کې معلومات ورکړل  او ویې ویل، چې کابل ښار  دروزګار  څېرې  خوړلى دى ماتم ځپلې ښار چې لاتراوسه هم خلک یې دهغه څه په ماتم کې  چې په کابل وشول او هغه جفاوې، چې دکابل په حق کې وشوې لاتراوسه هم چې اوس دى چیغې وهی .  دغه راز ده دکابل ښار دلازیات  ښه والی ، ددغه ښار د تاریخی ابداتو دبیا رغاونې او په تېره بیا  دنړۍ دفرهنګی میراثونو په لېست کې دکابل تاریخی  ابداتو ته دځاى ورکولو په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ، کابل ښاروالۍ او دیونسکو  له زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه .  د دغو مراسمو په بهیر کې  عبدالغفور لیوال هغه شعر ولوست چې دکابل په باره کې  برابر کړى و . ددغو مراسمو  په بهیر کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې دکتاب ، انځور کرى ، خطاطۍ ،  رسامۍ، دعینکو دمسو دآثارو دعکس او دلاسی صنایعو نندارتونونه پرانیستل  فرهنګی فعال او دکابل ښار یو اوسیدونکی نایب الدین اکرامی قندقستانی دباختراژانس له خبریال سره په خبروکې  دکابل دفرهنګی اوونۍ دنمانځنې  داهمیت په اړوند وویل ، چې د دغه شان پروګرامونو جوړول خلکو او په تېره بیا ځوان نسل ته د هېواد داصیل فرهنګ ، فرهنګی ارزښتونو او دتاریخی شتمنیو په معرفی کولو کې ځانګړی ارزښت لری او داطلاعاتو  او فرهنګ له وزارت څخه یې ددغه شان پروګرامونو دجوړولو په خاطر مننه وکړه .  ددغو مراسمو په پاى کې  دکابل ښاروالۍ دکلتوری خدمتونو دریاست دورزشکارانو له خوا ورزشی  نمایشات ، دموسیقی ریاست دسندرغاړو په واسطه  دموسیقی  پارچې او د ملی تیاتر  دممثلینو له خوا تمثیلی پارچې اجرا شوې .                   باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید