روزنامه هیواد

حسینه صافى: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د نافذو قوانینو او ملی ګټو په رڼا کې د رسنیو ملاتړکوی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چهارشنبې په شپه د رسنیو او د رسانه یی بنسټونو له مسوولینو سره د پېژندګلوۍ مشورتی غونډه جوړه کړه.  دغه غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معیینانو، سلاکارانو او رییسانو، د رسنیو او د رسانه یی بنسټونو د مسوولینو او استازو او د حکومت د یوشمېر ویندویانو په ګډون جوړه شوه . د دې غونډې په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معیین فاضل سانچارکی خبرې وکړې او ویې ویل ،چې دغه غونډه د رسنیو له مسوولینو او رسانه یی بنسټونو سره د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د سرپرستې وزیرې د پېژندګلوی او د رسنیو د فعالیتونو او د هغو د ستونزو د څېړنې د څرنګوالی په باب جوړه شوې ده. په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې او کاندیدې وزیرې  د اطلاعاتو د رسولو په لاره کې د هېواد د رسنیو د کارونو او فعالیتونو له امله قدردانی وکړه او ویې ویل: د ملی وحدت حکومت د هېواد د اساسی قانون، د ډله ییزو رسنیو د قانون او د نافذو قوانینو په رڼا کې، د رسنیو آزادو فعالیتونو ته ژمن دى او د هغو ملاتړ کوی.دې وویل: په همدې اساس تر اوسه درې زره چاپی، تصویری او صوتی رسنۍ د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې ثبت او راجستر شوی او دا د تنوع، آزادۍ او د کثرت ګرایى ښکاروندى دى ،چې معنوی امتیاز یې د افغانستان  دولت، خلکو او رسنیو ته رسېږی .حسینې زیاته کړه، چې اطلاعاتو ته د لاسرسى حق  چې د قانون له لارې تنظیم شوى دى، د هر افغان حق دى او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د ملاتړ کوونکی ادارې په توګه د هېواد د نافذو قوانینو او د ملی ګټو په رڼا کې د رسنیو ملاتړ کوی. د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت سرپرستې څرګنده کړه ،چې د ټولنیزو رسنیو د پالیسۍ مسوده په دغه وزارت کې چمتو شوې  او د هغې د زیاتې بډاینې په خاطر د رسنیو د عالی شورا  له خوا له تصویب مخکې، د دغې مسودې متن به د نظریو د وړاندې کولو په خاطر له تاسو د رسنیو کارکوونکو او د رسنیو ملاتړ کوونکو بنسټونو سره شریک شی. په دې غونډه کې د خبریالانو د فدراسیون په استازیتوب رحیم الله سمندر د فدراسیون د کارونو په باب معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د خبریالانو  فدراسیون  د رسانه یی بنسټونوترمنځ په همغږۍ کې ارزښتناک کارونه ترسره کړی دی .ده د خبریالانو  او د رسنیو د کارکوونکو پرخلاف د تاوتریخوالی دیوشمېر دوسیو، د یوشمېر رسنیو د مالیاتی جریمو د معافیت، اړو خبریالانو ته د مرستې  د صندوق او د خبریالانو فدراسیون د یوشمېر نورو بریالیتوبونو په باب چې د حکومت په همکارۍ د ګډې کمېټې په  چوکاټ کې ترسره شوی دی، معلومات ورکړل. ده د حکومت له مشرتابه څخه مننه وکړه او ویې ویل ،چې دحکومت او د خبریالانو  د فدراسیون ترمنځ نږدې اړیکې شته او زیاته یې کړه، چې له بده مرغه په تېرو شپاړسو کلونوکې د فدراسیون او د خبریالانو ترمنځ  ښې اړیکې نه وې موجودې او دغه وزارت له رسنیو څخه هېڅ راز ملاتړ نه دى کړى.سمندر دغه راز د رسنیو د کار پر وړاندې یوشمېر ستونزې بیان کړې او د رسنیو  د کار او فعالیت په لاره کې یې د مقررو او قوانینو د تطبیق غوښتنه وکړه.د خبریالانو د فدراسیون غړې شفیقې حبیبی هم په خپلو خبروکې د هېواد په رسنیوکې د ژورنالېستو ښځو رول پیکه وباله او دغې ستونزې ته یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.دې زیاته کړه ،چې په پام کې لری د ژورنالېزم له پوهنځی څخه یوشمېر فارغې نجونې د رهبریت او مدیریت په څلور میاشتنۍ روزنیزه دوره کې وروزی چې د خبریالانو په فدراسیون کې د ژونالېستو مېرمنو د مشرانو په توګه کار وکړی. دغه راز په دې غونډه کې د خوراکی توکو او تغذیې د خوندیتوب د ملی اجندا د مشرتابه د عالی کمېسیون د اړیکو مسوول فرهاد احمدکارمند د دې ادارې د فعالیتونو په باب معلومات ورکړل ویې ویل، چې د دې ادارې یو مهم هدف دا دى چې د افغانستان هر وګړى د هېواد په هره سیمه کې باید له ښو خوړو او تغذیې څخه برخمن  وی .دغه راز ده له دې ادارې سره د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت او په تېره بیا د دغه وزارت د خپرونو د چارو د معیینیت د همکاریو له امله مننه وکړه او د عدالت غوښتنې او پوهاوی ورکولو په برخه کې یې د هېواد د رسنیو رول مهم او ارزښتناک وباله .                    باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید