روزنامه هیواد

حسینه ساپۍ : ځوانانو ته  تربل هروخت ډېره پاملرنه شوې ده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ پرون د ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو د ځوانانو آمرانو ته په خطاب کې وویل: تاسې زما په سلو کې ملاتړ له ځان سره لرئ. د ولایتونو د ځوانانو آمرین د خپل یو کلن کاری رپوټونو د وړاندې کولو په موخه کابل ته راغلی دی. د ولایتونو د ځوانانو د آمرینو په غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړیوال تالار کې جوړه شوه؛ حسینې ساپۍ زیاته کړه: ستاسو ځوانانو په څېرو کې د افغانستان راتلونکی وینم او د هغو شخصی او رسمی صلاحیتونو له په پام کې نیولو سره چې لرم یې؛ له تاسو سره مرسته کوم. هغې وویل: تاسې په خپلو پښو ودرېږئ او زه سل په سلوکې ستاسو ملاتړ کوم.هغې زیاته کړه: زه ستاسو ستونزې درک کوم او د هغو په لرې کولو کې به اقدام وشی. هغې دځوانانو په اړه د نظام تګلارې ته په اشارې سره زیاته کړه چې د هېواد په تاریخ کې ځوانانو او ښځو ته دومره پاملرنه نه وه شوې چې نن ورته کېږی.

حسینې ساپۍ وویل: ما ته تعصب د منلو وړ نه دى او تعصب نه منم. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او د ځوانانو له آمرانو څخه یې وغوښتل چې په واکمن ډول کار وکړی، ستونزې او چلنجونه په ګوته کړی چې د حل لارې یې ولټول شی. هغې د ځوانانو چارو له معیین څخه وغوښتل چې یوه نظارتی کمېټه جوړه کړی چې د ځوانانو د آمرینو کارونه وڅاری. دې وویل: په سفرونو او بورسونوکې د شفافیت له په پام کې نیولو سره دې د مرکز، ولایتونو او ولسوالیو ځوانانو ته ونډه ورکړې شی. هغې په ټینګار سره وویل: په هغو ملی او نړیوالو سیمینارونوکې چې وزارت یې جوړوی؛ باید د ځوانانو استازی را وبلل شی . وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معیین محمد اجمل شاهپور خبرې وکړې او ویې ویل چې ځوانان د هېواد اصلی قشر دى، باید هغوى ته جدی پاملرنه وشی. هغه وویل: د ځوانانو چارو معیینیت تر اوسه د ځوانانو هیلې نه دې پوره کړې، زیاتې هڅې شوې دی، خو ستونزې نه دی لرې شوې. هغه ستونزو ته په اشارې څرګنده کړه چې دغه ستونزې د ځوانانو د نه ودې سبب شوی دی. هغه زیاته کړه چې د ځوانانو د بدلون لپاره زیات فرصتونه شته او باید له هغو څخه استفاده وشی او د ځوانانو د بدلون په خاطر د ځوانانو له ملی پالیسۍ څخه استفاده وشی او له دې لارې ځوانانو ته هیله رامنځته شی او پر هغو پروګرامونو کار وشی چې د ځوانانو په حالت کې بدلون رامنځته کولای شی. په غونډه کې د تخار او قندهار ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو د ځوانانو آمرانو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او خپلې ستونزې، چلنجونه او وړاندیزونه یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره شریک کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید