روزنامه هیواد

حسینه ساپۍ: فرهنګ د ټولنې د ملی هویت منعکس کوونکى دى

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ د اندونیزیا د پوهنې او فرهنګ له وزیر سره په  کتنه کې، فرهنګ د ملتونو د اړیکو د پراختیا د تامین لپاره مهم شاخص وباله.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د فرهنګ او هنر، ګرځندوى، خپرونو او ځوانانو په برخوکې د دوو اړخیزو تفاهم لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ چې له دې لارې په دغو برخوکې ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره شی.وروسته د اندونیزیا د پوهنې او فرهنګ وزیر په خپلو خبروکې افغانستان ته د روزنیزو پروګرامونو او تحصیلی بورسونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې اندونیزیا له دوو لسیزو را په دېخوا افغان ځوانانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې  او په راتلونکی کې به هم دغه بهیر دوام ولری.هغه همدارنګه د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو ترمنځ د کتابتونونو د بډاینې پر طرحې خبرې وکړې او هم یې په سیمه کې د فرهنګی موضوعګانو په اړه د بحث او خبرو اترو په خاطر د وزیرانو په کچه د فرهنګی ساختار د جوړولو اړوند خبرې وکړې.  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ د خپلو خبرو په دوام د اندونیزیا د پوهنې او فرهنګ وزیر له خوا د کتابتونونو د بډاینې طرحه مهمه وبلله او زیاته یې کړه: افغانستان له جګړې وروسته په بېلابېلو برخوکې د ودې او پراختیا غوښتنه کوی او د دغه شان غونډو جوړول د اړیکو د ودې او پراختیا په خاطر یو مهم ګام دی. نن افغانستان مستعد او د زده کړې خاوند ځوانان لری او د افغانستان پر راتلونکی د هغوى رول اغېزمن دى.په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د افغانستان او اندونیزیا د دوستۍ د ۶۶ مې کلیزې په مناسبت د فرهنګی اوونۍ د جوړولو یادونه وکړه چې له دې لارې به د دواړو هېوادونو فرهنګیان او هنرمندان زیات فرهنګی پروګرامونه ترسره کړی. هغې دغه راز په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له حکومت سره د اندونیزیا له هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه او د دغو همکاریو پر زیاتې پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید