روزنامه هیواد

حسینه ساپۍ: د لرغونو ساحو په ساتنه کې د سیمې د خلکو همکاری اړینه ده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ پرون د عینکو د مسوکان د سیمې   له یوشمېرمخورو سره په کتنه کې د هغوى غوښتنې او ستونزې واورېدې.

په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې رییس نورآقا نوری، د کانونو او پټرولیم وزارت او د عینکو د مسوکان د محافظت غنډ د قوماندانۍ استازی هم حاضر وو؛ څو تنو د عینکو د مسو کان د سیمې د مخورو په استازیتوب د عینکو د مسوکان د کارګرانو د معاشونو د زیاتوالی او د دې سیمې د امنیتی حالت ښه والی ته د پاملرنې په اړوند خپلې غوښتنې او ستونزې وړاندې کړې.

دغه راز دوى د عینکو د مسوکان د لرغونو آثارو د ساتنې له مسوولینو سره خپل ملاتړ او همکاری څرګنده کړه.

حسینې ساپۍ د لرغونو ساحو په ساتنه او د سیمې د امنیت په تامین کې د سیمې د خلکو همکاری مهمه وبلله او د امکان تر پولې پورې یې د هغوى د غوښتنو او ستونزو د څېړنې ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د عینکو د مسوکان په ساحه کې کیندنې له ١٣٨٨ لمریز کال څخه تر اوسه پورې دوام لری چې په پایله کې اووه زره منقول او څو غیر منقول آثار  ترلاسه شوی دی.

د عینکو د مسو کان په پروژه کې د سیمې څه ناڅه ۴٠٠ تنو سیمه ییزو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید