روزنامه هیواد

حسینه ساپۍ: د فرهنګی میراثونو ساتنه زموږ ټولو ملی مسوولیت دى

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره په کتنه کې د تاریخی آبداتو پر ساتنې ټینګار وکړ.

په پیل کې د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د هېواد فرهنګی، هنری او تاریخی مسئلو ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې له پاملرنې مننه وکړه اوبیا پردغوموضوعاتووغږیده: د جمهوری ریاست دملی پراختیا عملیاتی اوملاتړې ادارې سره د امام اعظم ابوحنیفه (رح) د فرهنګی مجتمع د جوړولو په برخه کې د وزارت د مقام همغږۍ چې د هېواد د جمهوررییس یوه ژمنه ده، د جهاد او مقاومت د موزیم په توګه د جبل السراج شاهی ماڼۍ په اړه د جمهوررییس ژمنه، د جبل السراج د زاړه بازار د بیارغاونې په اړه د جمهوررییس ژمنه، د پروان په مرکز او جبل السراج ولسوالۍ کې دهغولرغونوسیمواوتاریخی آبدو چې له خطرسره مخ دی،سروې، د ملی پارک په نامه د ګلبهار د عمومی بڼ د نومولو وړاندیز، د مالی ستونزو له امله د پروان ورځپاڼې د خپرونو ځنډېدل، د پروان د ارزاقو ګودام د آبدې ترمیم، د سرورخان تاریخی برج ټینګښت او د تاریخی آبداتو او ساحو د ساتنې او څارنې په موخه د نقلیه واسطې پېرودل.وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ د تاریخی آبداتو د ساتنې په برخه کې د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس د پروګرامونو قدردانی اوملاتړ وکړ.  باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید