روزنامه هیواد

حسینه ساپۍ :د جام څلی د خوندی ساتلو لپاره عاجلو عملی اقداماتو ته اړتیا ده

د جام څلی د ساتنې او پایښت په لاره کې د اساسی تدبیرونو د نیولو په خاطر، پرون د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د کورنیو او بهرنیو متخصصانو غونډه جوړه شوه.

د باختر آژانس د خبریال د خبرله مخې: د غونډې په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معیین پوهاند محمد رسول باوری، د جام څلی د ساتنې او پایښت په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د اړوندو بنسټونو د وروستیو اقداماتو په باب خبرې وکړې او ویې ویل چې نږدې ۲۰۰ تنه سیمه ییز کارګران موظف شوی دی، ترڅو د جام څلی له شاوخوا څخه د اوبو تګلورى بدل کړی.

ده وویل: د وروستیو رپوټونو له مخې، د جام څلی له دواړو خواوو څخه د اوبو کچه ټیټه شوې ده او دغه موضوع فرصت برابروی چې کارګران په بیړې سره خپل کار ته شدت ورکړی.

پوهاند باوری وویل: له دې سره جوخت د حالت د څیړنې په مقصد دې یو هیئت سیمې ته واستول شی چې د هغوى د رپوټ له مخې عملی اقدامات ترسره شی.

په دې غونډه کې د اړوندو بنسټونو استازو هم د خپلو بنسټونو کارونه بیان کړل.

په کابل کې د یونسکو دفتر رئیسې یوځل بیا د فرهنګی میراثونو په تېره بیا د جام څلی د ساتنې او څارنې په لاره کې د خپلې ادارې د ژمنې ډاډ ورکړ.

د دغې غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ په ټینګار سره وویل چې باید د دوو طرحو په باب کار وشی. یوه طرحه دا چې وکولاى  شو د هغې له مخې ضروری او عاجل اقدامات ترسره شی، ترڅو د هغې له مخې د منځ مهالې طرحې تطبیق ته زمینه برابره شی.

حسینې ساپۍ دغه راز وویل چې د رضاکارانه فرهنګ پر اساس، په لومړۍ ورځ له خلکو څخه وغوښتل شول چې تر څلی لاندې د اوبو له نفوذ څخه په مخنیوی کې ونډه واخلی. مېرمن ساپۍ زیاته کړه: د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سیمه ییزې ادارې د معلوماتو له مخې، اوس د څلی په ۱۰ متری واټن کې د سیلاوونو د مخنیوی په خاطر موانع او استحکامات جوړ شوی دی او له زیانونو څخه د دغه څلی د خوندی ساتلو لپاره زیات کارونه دوام لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید