روزنامه هیواد

حسینه ساپۍ: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه مهمه دنده د هېواد تاریخی آثارو او فرهنګی میراثونو ته پاملرنه ده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ پرون د دایکنډی د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره په کتنه کې د دغه ولایت د ستونزو او فرهنګی حالت په باب خبرې وکړې.

د باختر آژانس د خبریال د خبرله مخې: په کتنه کې د دایکنډی د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد حسین سیرت، د دغه ولایت یوشمېر ځوانان او د مدنی ټولنې او فرهنګی بنسټونو مسوولین هم حاضر وو او د دغه ولایت په فرهنګی برخوکې یې خپلې یو لړ غوښتنې او ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره شریکې کړې. دوى د دایکنډی د فرهنګی حالت په باب معلومات ورکړل او د تاریخی آبداتو د ترمیمولو، د فرهنګی مجتمع ودانۍ د جوړولو، له لرغونو ساحو څخه د تاریخی آبداتو د تفکیک لپاره د تحقیق او د دایکنډی د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د ٣٠ سلنې پربنسټ د ښځو د استخدام او ځوانانو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه. حسینې ساپۍ د دایکنډی د فرهنګی برخو د ستونزو او د هغوى د غوښتنو له اورېدو وروسته، د تاریخی آبداتو د ساتنې او ترمیمولو په لاره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پروګرامونو په باب معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه مهمه دنده د هېواد تاریخی آثارو او فرهنګی میراثونو ته پاملرنه ده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې څرګنده کړه چې د دوى ستونزې او غوښتنې به وڅېړی او له امکاناتو سره سم به په دې برخه کې لازم اقدامات وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید