روزنامه هیواد

حسینه ساپۍ : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جام منار د ساتنې لپاره پراخې هڅې کوی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وزیرې حسینې ساپۍ پرون د غور له والی غلام ناصر خاضع سره په کتنه کې، د جام منار د ټینګښت او ساتنې په خاطر د دغه وزارت د هلوځلو په باب خبرې وکړې. په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د دغه ولایت د ښار جوړولو رییس انجنیر خیرالدین رامش هم حاضر و؛ د غور والی وویل، چې د جام منار د هېواد له مشهورو تاریخی آبداتو څخه دى، چې د نړۍ د فرهنګی میراثونو په سازمان کې هم ثبت دى.

ده زیاته کړه، چې دوه کاله وړاندې جام منار د تخنیکی پلاوی له خوا څېړل شوى و او اوس هم ایجابوی چې د جام منار د ټینګښت او ساتنې او دغه راز د هغه د ویجاړېدو په برخه کې د اندېښنو د لرې کولو په خاطر د اړوندو متخصصانو تخنیکی پلاوی یو ځل بیا جام منار سروې کړی او ویې څېړی. هغه دغه راز د جام منار د لاښه امنیت د تامینولو په خاطر، په زیاتو امکاناتو سره د امنیتی ځواکونو د زیاتوالی غوښتنه وکړه. د غور والی وویل چې زیاتې ستونزې په هېواد کې د فرهنګی امکاناتو د کمزورتیا له پلوه رامنځته شوې او د دغو ستونزو د لرې کولو په خاطر باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بودجه د ملی دفاع وزارت له بودجې سره برابره واى او فرهنګ ته پاملرنه په زیاتو برخوکې د ستونزو د لرې کولو سبب کېږی. هغه د موجودو ستونزو له په پام کې نیولو سره، د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه وغوښتل چې د دغه ولایت تاریخی آبداتو او فرهنګی میراثونو ته پاملرنه وشی. حسینې ساپۍ د هغو غونډو په باب چې د تاریخی آبداتو په تېره بیا د غور ولایت د جام منار د ساتنې او ټینګښت په خاطر د دغه وزارت له خوا د یونسکو له پلاوی سره هڅې یادې کړې. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې څرګنده کړه ،چې دغه وزارت د تاریخی په تېره بیا د خطر په حال کې آبداتو د ساتنې او ټینګښت په خاطر زیاته پاملرنه او پرله پسې هلې ځلې کوی. د غور ولایت د جام منار په ٢٠٠٢ میلادی کال کې د ملګروملتو سازمان د روزنیز، علمی او فرهنګی سازمان (یونسکو) له خوا د نړۍ د فرهنګی میراثونو په لیست کې  ثبت شوى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید