روزنامه هیواد

حسن روحانی افغانستان کې د امریکایی ځواکونو په حضور نیوکه کړې

د ایران ولسمشر په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو په حضور نیوکه کړې او زیاته کړې یې ،چې په افغانستان کې باید بین الافغانی سوله وشی.

حسن روحانی دا څرګندونې، په ایران کې د افغانستان نوی سفیر عبدالغفور لېوال ته د هغه د باورلیک د منلو په غونډه کې کړې دی.

حسن روحانی په افغانستان کې وروستی تروریستی بریدونه غندلی او په افغانستان کې یې د امریکایی ځواکونو په حضور هم نیوکه کړې ده: (( موږ له افغانستان سره د لا زیاتو ښو اړیکو غوښتونکی یوو او د هغې پروسې ملاتړ کوو چې د افغان حکومت لپاره د منلو وړ وی.))

په دې لیدنه کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال هم له ایران سره د دوه اړخیزو همکاریو به همغږۍ او ډېرولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې، چې افغانستان به هېچا ته اجازه ور نه کړی چې خاوره یې د ګاونډیانو پر ضد استعمال کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید