روزنامه هیواد

جی۲۰:  سوداګریزې شخړې د نړیوالې هوساینې مخه نیسی

د جی۲۰ د مالیې وزیرانو د یکشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې «سختې تجارتی او جیوپالیتیکې شخړې» د نړیوالې سوکالۍ پر ضد سخت ګواښ دى. د نړۍ د شلو پیاوړو اقتصادی هېوادونو د مالیې وزیرانو دغه څرګندونې د ارجنټاین په پلازمېنه بوینس ایرېس کې تر دوې ورځنۍ غونډې وروسته وکړې.د مالیې وزیرانو ټینګار وکړ چې : (( خبرو او اقداماتو ته اړتیا شته چې ګواښونه را کم او اعتماد ډېر کړی.))د غونډې په جریان کې د جرمنی د مالیې وزیر اولاف شولڅ، له رسنیو سره په خبرو کې وویل: (( سوداګریزې شخړې مهمه موضوع ده او دلته به هم په بحثونه کې نقش ولری. له همدې کبله زه او نور غواړو له دې موقع څخه په استفادې سره د قوانیونو پر اساس ولاړ، عادلانه او آزاد تجارت لپاره تبلیغ وکړو او ووایو چې آزاد تجارت د هغو پالیسو په پرتله چې یوازې د کورنیو محصولاتو ساتنه کوی، بهتره دی.))که څه هم په اعلامیه کې د امریکا نوم نه دى اخیستل شوى، خو د امریکا او چین تر منځ سوداګریزو شخړو چې په پایله کې یې دواړو هېوادونو یو د بل پر محصولاتو لوړې ګمرکی تعرفې وضع کړې دی، په وروستیو وختونو کې په نړۍ کې تاوده بحثونه راپارولی دی. امریکا او چین چې په ترتیب سره د نړۍ لومړى او دویم لوى اقتصادونه دی، په دې موده کې د یو د بل پر محصولاتو تر اوسه د ۳۴ میلیاردو ډالرو په ارزښت لوړې ګمرکی تعرفې وضع کړې دی.د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د جمعې په ورځ یو ځل بیا ګواښ وکړ چې که چین په خپلو ځینو پالیسیو کې بدلون را نه ولی نو د دغه هیواد پر نورو محصولاتو به هم لوړې ګمرکی تعرفې وضع کړی. ښاغلی ټرمپ د بیلګې په توګه په چین کې بهرنیو پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو ته اشاره کړې ده. په چین کې بهرنۍ کمپنۍ له ډېرو ستونزو سره کولى شی چې په مارکېټ کې خپل ځاى ومومی.د امریکا د خزانې وزیر ستیو منوچین، وویل چې هغه په دې غونډه کې له خپل چینایی سیال سره بنیادی خبرې نه دی کړې. هغه زیاته کړه چې که چین وغواړی چې له واشنګټن سره مذاکرې وکړی، نو دى دې کار ته چمتو دى.امریکا نه یوازې پر چین، بلکې پر اروپایی هېوادونو هم لوړې ګمرکی تعرفې وضع کړې دی. ټرمپ په وروستیو وختونو کې خپل هېواد ته له اروپا څخه د فولادو او المونیمو پر وارداتو لوړې ګمرکی تعرفې وضع کړې. ټرمپ ویلی چې هغه د موټرو پر برزو د لوړو ګمرکی تعرفو وضع کولو په اړه هم فکر کوی. له دې سره به اروپایی ټولنه او جاپان ډېر زیانمن شی.اروپایی ټولنې هم د ترمپ د اقداماتو په بدل کې پر یو شمېر امریکایی محصولاتو چې پکې کاوبای پتلونونه او موټرسایکلونه شامل دی، لوړې ګمرکی تعرفې وضع کړې دی.په عین حال کې امریکا له کاناډا سره هم سوداګریزې ستونزې لری. خو ویل شوی چې د امریکا د خزانې وزیر د جی ۲۰ له غونډې په استفادې سره، اروپایی ټولنې او جاپان ته د آزادې سوداګرۍ وړاندیزونه کړی چې چین تر فشار لاندې راولی.

ممکن است شما دوست داشته باشید