د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایی، چې د ۲۰۱۸ م کال کې له پیله د اکتوبر تر لومړۍ اوونۍ پورې ۲۴۹زره او ۲۳۳ افغانان د جګړو او ناامنیو له امله د خپلو اصلی سیمو پرېښودلو ته اړ شوی دی. دغې ادارې په تازه رپوټ کې، چې د تلې په ۱۷مه خپور شو ویلی،چې جګړې او ناامنۍ یواځې د اکتوبر میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ۲۸۴۰۰ افغانان بېځایه کړی دی. د رپوټ له مخې، د دغه شمېر بېځایه شویو افغانانو لویه برخه د پروان، کاپیسا، تخار، پکتیکا، غزنی، کونړ او بادغېس ولایتونو اوسېدونکی دی. په رپوټ کې راغلی، ۱۱۴زره افغانانو ته چې د جګړو او وچکالۍ له امله زیانمن شوی، په تېره اوونۍ کې بشری مرستې رسول شوې، خو پاتې ۵۵ سلنه یې لا هم لومړنیو بشری مرستو ته اړتیا لری. اوچا په داسې حال کې د جګړو له امله په کور دننه د بېځایه شویو افغانانو په اړه رپوټ خپور کړى، چې د ولسی جرګې د ټاکنو د امنیت ټینګولو لپاره، افغان امنیتی او دفاعی ارګانونو په دې وروستیو کې د دولت د وسلهوالو مخالفینو پر ضد خپل یرغلیز عملیات ۳۶ سلنه زیات کړی دی. د جګړو او پر ناامنیو سربېره، سږکال وچکالۍ هم زیات شمېر افغانان له خپلو اصلی سیمو څخه بېځایه کړی دی. د ملګرو ملتونو شمیرې ښیی، چې په اوس وخت کې څه باندې ۲۱۶زره افغانان په لوېدیځو او جنوبی ولایتونو کې د وچکالۍ له امله بېځایه شوی دی. اوچا ویلی، وچکالۍ ځپلو افغانانو ته د مرستې رسولو په پروګرام کې د ۱۵ ولایتونو ۱،۲ میلیونو بېځایه شویو ته مرستې رسول شوې دی.