روزنامه هیواد

جګړې او فقر له افغان ماشومانو د ماشومتوب دوره اخیستې

د میلادی کال د جون دوهمه نېټه د ماشومانو له نړیوالې ورځې سره برابره وه، خو افغان ماشومان لا هم د ښه ژوند په ارمان دی.په افغانستان دغه ورځ په یو شمېرسیمو کې په‌داسې حال کې نمانځل کېږی چې لاهم ګڼ ماشومان په‌کې ښه ژوند نه‌لری. فقر، جګړه، له ښوونځی محرومیت، د جګړې په لیکو کې د ماشومانو جذبول او له هغوی ناوړه استفاده، هغه څه دی، چې د افغان ماشومانو د ژوند ترخه دوره تشکیلوی. په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې یا «save the children» په خبره، د تېرو کلونو په پرتله د افغان ماشومانو په ژوند کې د پام وړ پرمختګونه هم شوی، د بېلګې په توګه له وخت وړاندې په ودونو کې ۴۴ سلنه کموالی راغلی،خو د دغې ادارې د تازه راپور له مخې، په‌ افغانستان کې ۴۱سلنه ماشومان لاهم له ښوونځیو بې برخې دی، ۹۷،۶ سلنه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان مړه کېږی.د دغې ادارې ویاندې مریم عطایی رسنیوته ویلی: جګړې او اقتصادی فقر له ګڼ شمېر افغان ماشومانو د ماشومتوب دوره اخېستې ده: ((له بده‌مرغه د تازه راپورونو له مخې، ښیې چې د ماشومانو تلفات ورځ بلې زیاتېږی افغان ماشومان په افغانستان کې د لویانو په پرتله د جګړو له امله تر ټولو زیات زیانونه وینی.))په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت که څه هم د پرمختګونو یادونه کوی ،خو وایی: لاهم د افغان ماشومانو د زده‌کړو په برخه ګڼ خنډونه شته او جدی دی  او له کورنیو غوښتنه کوی ،چې د دوی په روزلو کې ورسره مرسته وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید