روزنامه هیواد

(جو بایډن په جورجیا ایالت کې ګټونکی اعلام شو

د امریکا په جورجیا ایالت کې په لاس د رایو تر شمېرنې وروسته منتخب ولسمشر جو بایډن په دغه ایالت کې هم ګټونکی اعلام شو.دغې بریا دیموکرات جو بایډن د امریکا د ولسمشرۍ د نومبر د در‎ېیمې د ټاکنو د ګټونکی په توګه تایید کړ. د جورجیا ایالتی منشی براد رافنسپرګر وویل: له شک پرته دغه ایالت نن د بایډن بریا تاییدوی.
غیر رسمی نتیجو ښوولې وه، چې جو بایډن په دغه ایالت کې تر ډونالډ ټرمپ ۱۴۰۰۰ رایې مخکې دی او د دغه ایالت د قانون له مخې د ولسمشرۍ کاندید باید نږدې ۵ میلیونه رایې خپلې کړی.جو بایډن د نوامبر پر اوومه د الکتورال یا ټاکنیزو کالجونو تر ۲۷۰ زیاتې رایې خپلې کړی او امریکایی رسنیو دی د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلام کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید