روزنامه هیواد

جو بایډن د ډونالډ ټرمپ ادارې ته خبردارى ورکړ

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړ، که اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ تر شلمې یعنې تر لوړې مخکې د کورونا-ضد واکسین د وېش په باب معلومات له نوې ادارې سره شریک نه کړی، ښایی په کورونا ویروس په امریکا کې د مړو شمېر لا زیات شی.کله چې وړمه ورځ په دلاویر ایالت کې د کنفرانس پر مهال له هغه له ولسمشر ټرمپ نه پروخت د معلوماتو نه ترلاسه کولو د خطرونو په اړه پوښتنه وشوه، جو بایډن وویل: ((که دا هڅې همغږې نه کړو، ښایی نور کسان هم ومری.)) ډونالډ ټرمپ ،چې تر اوسه یې د نوامبر د درېیمې نېټې د ټاکنو د پایلو له منلو او د جو بایډن له ډلې سره د معلوماتو له شریکولو ډډه کړې، له شواهدو وړاندې کولو پرته ادعا کړې، چې د ده رایې ((غلا)) شوې دی. د امریکا د متحدو ایالتونو په معاصر تاریخ کې د ټرمپ چال چلند بې مخینی بلل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید