روزنامه هیواد

جوزجانى: تسلىم شوی داعشىان به د بشری جناىتونو په تور محاکمه شی

په جوزجان کې امنىتی چارواکی وایی، چې دولتی ځواکونه ته به تسلىم شوی داعشىان د بشری ضد جناىاتو د ترسره کولو په تور د محاکمې لپاره عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی شید جوزجان ولاىت د امنىې قوماندان فقىر محمد جوزجانی آزادۍ راډىو ته ووىل: په تېرو دوو ورځو کې کابو ۲۵۰ داعشىان له دې ولاىته دولتی ځواکونه ته تسلىم شوی دی چې په‎کې د هغوى ۱۲ مهم قوماندانان هم شامل دی.جوزجانی ووىل: داعش ډلې د شمال په سطح د جوزجان له درزاب ولسوالۍ څخه فعالىت ترسره کاوه او مولوی حبىب الرحمن ىې مشری کوله.جوزجانی ووىل: مولوی حبىب‎الرحمن او د هغه مرستىال مفتی نعمت الله د طالب وسله‎والو له وېرې امنىتی ځواکونو ته تسلىم شوی دی.فقىر محمد جوزجانی د پوښتنې په ځواب کې چې آىا دا کسان به د ترسره کړو فعالىتونو په دلىل عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی شی؟داسې ووىل: (( قانون د ټولو لپاره ىو ډول دى؛ هر چا چې جناىت کړى وی، د اساسی قانون په ړنا کې چلند ورسره کېږی.))د جوزجان امنىې قوماندان وایی: په درزاب ولسوالۍ کې امنىتی ځواکونو ته له ۲۴۵ تسلىم شویو داعشىانو څخه کابو ۱۵۰ ىې د دې ولاىت مرکز شبرغان ښار ته انتقال شوی او تر سختو امنىتې تدابېرو لاندې ساتل کېږی.فقىر محمد جوزجانی ووىل : پاتې ۹۰ به شبرغان ښار ته انتقال شی.پخوا تر دې د جوزجان ولاىت د درزاب ولسوالۍ امنىې قوماندان تورن اسماعىل وىلی و چې د داعشىانو دا غړی د طالبانو سره د جګړې د توان نه درلودلو په دلىل امنىتی ځواکونه ته تسلىم شوی دی.د اسماعىل په خبره چې له تېرې دوشنبې ورځې را په‎دې‎خوا کابو ۴۰۰۰ طالب وسله‎والو چې له بادغىس، سرپل، فارىاب او بلخ څخه جوزجان ته راغلی، په درزاب ولسوالۍ کې ىې د داعشىانو پر ضد ډله‎ىىزه جګړه پیل کړې او درانه تلفات ىې ور اړولی دی.د جوزجان امنىې قوماندان هم وایی، چې دا داعشىان د طالبانو له وېرې امنىتی ځواکونو ته تسلىم شوی، خو په کې بهرنی جنګىالی نه شته.فقىر محمد جوزجانی ووىل: تر دې پخوا د داعشىانو په لىکو کې بهرنىان هم د حکومت پرضد جنګېدل او معلومات داسې ښایی چې دا ځواکونه له طالبانو سره په جګړه کې ىا وژل شوی او ىا هم هغوى ته تسلىم شوی دی.جوزجانی زىاته کړه: (( تحقىقات ښیی چې د داعشىانو په ډله کې بهرنی جنګىالی هم شامل وو، که دوى د طالبانو لىکو ته نه ‎‎وی ورغلی ، نو چېرې دی؟ په غرونو کې متواری شوی ىا وژل شوی دی. دا کسان که نهوی وژل شوی شاىد له طالبانوسره ىو ځاى شوی وی.))مفتی نعمت الله د تسلىم شوىو داعشىانو هغه مشر دى ،چې کابو دوه کاله مخکې د طالبانو له لىکو جلا او له خپلو ۲۰۰ وسله‎والو سره دولت سره ىوځاى شو، خو نوموړى د لږې مودې په تېرېدو سره د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش بىرغ پورته او د افغان دولت پرضد ىې خپل فعالىت له سره ونىو.په شمال زون کې مدنی فعالان د دولت سره د داعشىانو د ىادې ډلې ىوځاى کېدل د اندېښنې وړ بولی او وایی ،چې د شمال زون امنىت ته جدی ګواښ بلل کېږی او دا کسان ژر باىد محاکمه شی.په بلخ کې د مدنی ټولنې د اتحادىې مشر حمىد صفوت په‎دې نظر دى: (( دا چې فکری او اىډىولوژىک تعهد نه شته، څرنګه چې پخوا د داعش او طالب وسلهوالو سره دا تعهد و، له دې امله کله چې دا ډلې خپله بقا په خطر کې وىنی ىا له دولت سره ىوځاى کېږی او ىا هم بلې سىمې ته تېښته کوی.په جوزجان کې هم دا مسئله رامنځ ته شوې داعش ډلې د طالبانو له وېرې دولت ته پناه راوړې او د موقع په برابرېدو سره بې له شکه ىا زندان څخه او ىا هم د دولت له لمنې بېرته تېښته کوی او خپل ورانکاری فعالىتونه پىلوی.))دا په‎داسې حال کې ده چې د جوزجان امنىې قوماندان هم پر تسلىم شوىو داعشىانو بې باوره دى او وېره لری ،چې د داعش دا جنګىالی د فرصت په مساعدېدو سره بېرته پر ورانکارو فعالىتونو پیل ونه‎کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید