د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
افغان حکومت د جنیوا کنفرانس د بریالیتوب خبر ورکوی او وایی، چې پهدې کنفرانس کې نړیوالې ټولنې یو وار بیا له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړې. افغان حکومت پهدې غونډه کې له دغه هېواد سره د اروپایی ټولنې او د آسیا نړیوال بانک اعلام شوې مرسته لاسته راوړنه بولی او وایی، چې پهدغه غونډه کې ګډون کوونکو هېوادونو د افغان حکومت له کړنو خپل ملاتړ اعلام کړ. اجرائیه ریاست وایی: د افغان حکومت د سولې په اړه له وړاندې شوې طرحې د نړیوالو ملاتړ د دغه کنفرانس بله لاسته راوړنه وه. د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د پنجشنبې په ورځ پهدې اړه آزادۍ راډیو ته ویلی: (( په جنیوا کنفرانس کې مهمه خبره دا وه، چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د خپل موجودیت او خپلو مرستو په اړه ډاډ ورکړ، بله مهمه مسئله د سولې د پروسې وه ،چې ټولو ګډون کوونکو هېوادونو په یوه خوله د افغان ولسمشر او اجرائیه رییس له لوری د سولې له وړاندې شوې طرحې ملاتړ وکړ، یعنې په ټوله کې ویلی شو، چې د دغه کنفرانس ټولو ګډون کوونکو هېوادونو په یوه خوله د افغان حکومت له هلو ځلو او په بېلابېلو برخو کې له رامنځته شوېو اصلاحاتو څخه هرکلی وکړو.)) پهدې کنفرانس کې د افغان ولسمشر غنی، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او لوړپوړو افغان چارواکو ترڅنګ د نږدې ۶۰ هېوادونو او ۳۵ نړیوالو سازمانونو استازو برخه اخیستې وه. د جنیوا غونډه چې دوه ورځې یې دوام وکړ، د افغانستان پر سولې، اقتصادی ځان بسیاینې او پهدې هېواد کې پر بېلابېلو برخو کې د شویو پرمختګونو په اړه پهکې بحثونه وشول. وړاندې ویل کېدل، چې پهدغه کنفرانس کې به افغان حکومت د بروکسل په کنفرانس کې د شویو ژمنو په اړه هم نړیوالې ټولنې ته حساب ورکړی. د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وایی: پهدې برخه کې د افغان حکومت حساب نړیوالو ته د قناعت وړ وو، خو د لا عملی کولو سپارښتنې یې وکړې. د جنیوا په کنفرانس کې اروپایی ټولنې په افغانستان کې د ۴۷۴ میلیونه یورو په ارزښت د مرستو اعلام وکړ. راپورونه وایی، چې دغه مرستې به د دولت جوړولو، د عامه سکتور د اصلاحاتو، روغتیا، عدالت، انتخاباتو او دغه شان د مهاجرت او بېځایه کېدو په برخو کې مصرف شی. د چهارشنبې ورځ چې د یاد کنفرانس وروستۍ ورځ وه ولسمشر محمد اشرف غنی د کنفرانس له ګډونوالو سره د افغان حکومت د سولې طرحه هم وړاندې کړه. که څه هم د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وایی: له دغه طرحې نړیوالو ملاتړ وکړ، خو د افغانستان د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړی وایی ،چې پهدې برخه کې باید د افغانستان په جګړه کې په ښکېلو هېوادونو فشارونه زیات شی. د دغه کمېسیون غړی نادر خان کټوازی د افغانستان لپاره د جنیوا کنفرانس یو بریالی کنفرانس وباله. نوموړی زیاته کړه:(( د سولې په اړه ټولو په یوه غږ د افغان حکومت د پرېکړو ملاتړ وکړ او له ټولو ښکېلو خواوو او هېوادونو یې وغوښتل ، چې د افغان سولې په مسئله کې همکاری او مرسته وکړی، نو که لنډه یې درته ووایم زه د دغه غونډې نتایج د
افغانستان لپاره ګټور بولم.))