روزنامه هیواد

جنرال مېلی: امریکا به په افغانستان کې جګړه په مسوولانه ډول پای ته ورسوی

د امریکا د متحده ایالتونو لوړپوړی پوځی مقام ویلی ، چې د افغانستان نه په بشپړه توګه د امریکایی سرتیرو د ایستلو په هکله هر ډول تصمیم باید د افغانستان د داخلی شرایطو له مخې وشی.
د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک مېلی، د امریکا د عامه ملی رادیو (ان پی آر) سره په مرکه کې ویلی ،چې هڅه کېږی په افغانستان کې جګړه (( مسوولانه او په ډېر احتیاط )) ختمه شی.د امریکا دغه لوړپوړی پوځی مقام وویل ، چې په افغانستان کې د مېشتو امریکایی ځواکونو شمېر تر راتلونکې میلادی میاشتې پورې ۴۵۰۰ سرتیرو ته راټیټ کېږی، خو زیاته یې کړه، چې جمهور رییس ټرمپ تر اوسه د نورو امریکایی ځواکونو د کمولو په اړه وروستۍ تصمیم نه دی نیولی.
د جنرال مېلی ددغو څرګندونو څخه مخکې د امریکا جمهور رییس ټرمپ په ټوېټری پیغام کې ویلی وو، چې په افغانستان کې پاتې امریکایی ځواکونه باید تر کرسمس (د میلاد مسیح اختر) پورې امریکا ته انتقال کړای شی، هغه پیغام چې طالبانو ((د دوحې د موافقې د پلی کېدو په لار کې مثبت ګام )) بللی او د هغه تود هرکلی یې کړی دی.د ښاغلی ټرمپ له دغه ټوېټ څخه څو ساعته مخکې د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت سلاکار رابرت اوبراین ویلی وو ،چې په افغانستان کې د مېشتو امریکایی ځواکونو شمېر به د ۲۰۲۱ م کال د پیل پورې ۲۵۰۰ ته راټیټ کړای شی، خو ښاغلی مېلی ان پی آر ته ویلی: (( عمده ټکی دادی چې د جګړې د مسوولانه او سنجوول شوی پای هڅه کوو، تر څو دغه کار په داسې شرایطو وشی، چې په افغانستان کې د امریکا د ملی امنیت د اساسی علایقو مصوونیت ډاډمن کړی.)) د امریکا-طالبانو د سولې د موافقې له مخې، چې د فبرورۍ د میاشتې په پای کې په دوحه کې لاسلیک شوه باید د ۲۰۲۱ کال د مۍ میاشتې له افغانستانه ټول بهرنی ځواکونه ووځی، خو د امریکا پوځی مقاماتو تل په دې ټینګار کړی، چې د پوځیانو بشپړه وتل په شرایطو او ژمنو ته د طالبانو په پابندۍ پورې اړه لری.د دوحې په موافقه کې د طالبانو یوه اساسی ژمنه د القاعده شبکې سره ددې ډلې د اړیکو بشپړه بندیدیل دی ،خو یو شمېر امریکایی پوځی مقاماتو ویلی چې طالبان لاهم د القاعده شبکې سره اړیکې او تماس لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید