روزنامه هیواد

جمهور رییس غنی په کابل کې د ریشخورو معیاری مسلخ پرانیست

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمد اشرف غنی وړمه ورځ د کابل په رىشخوروکې د کرنې او مالدارۍ د وزىر او د کابىنې د ىو شمېر نورو غړو او دولتی مقاماتو په حضور کې  لومړنى معىاری مسلخ د پټۍ په پرې کولو سره پرانىست.جمهور رییس د دغه مسلخ د پرانىستې پرمهال د کرنې وزارت مسوولىنو او کارکوونکو ته د مبارکی  ترڅنګ د مسلخ د بېلابېلو برخو د لىدنې پرمهال د کرنې او مالدارۍ وزىر نصىراحمد درانی جمهور رییس ته په هغه اړه معلومات ورکړل.  جمهور رییس غنی ووىل: دغه مسلخ خلکو ته د دوامداره کاری زمىنو د برابرولو ترڅنګ په ىوه شفت کې د ۵۰۰ پسونو او سل غواىانو د حلالولو او تر شپږ مىاشتو پورې د غوښې د ساتلو ظرفىت لری.جمهور رییس ووىل: په دغه مسلخ کې په اسلامی طرىقه  حلاله کېږی. هغه زىاته کړه:رىشخور مسلخ به له روغتىاىی، محىطی او اقتصادی پلوه امنىتی او دفاعی ځواکونو، بېلابېلو ادارو او هوټلونو ته اعتباری غوښه برابره کړی.د آسىا پراختىاىی بانک په مالی مرسته دغه جوړ شوى مسلخ طبی معاىنه، قطن، د بسته بندۍ مرکز، لابراتوار، مالی او اداری برخه، د اوبو پاکولو کارخانه، د بېلابېل ظرفىت لرونکې اته سړې خونې او د پېرېدونکو د خدمتونو برخې لری. درىشخورو مسلخ ۲۴۰۰ کسانو ته دوامدار کاری فرصتونه برابروی او ىوازې د کال په ىوه کاری نوبت کې د ىو مىلىون کسانو د غوښې اړتىاوې پوره کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید