روزنامه هیواد

جمهور رییس غنی په بدخشان کې له طالبانو د پاکو شویو ولسوالیود مشرانو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی بدخشان ته د خپل سفر پر مهال، لاوړمه ورځ له غرمې مخکې د وردوج، یمګان، کران او منجان او جرم  (خستک) ولسوالیو مشرانو او متنفذینو سره، چې په بشپړ ډول له طالبانو څخه پاکې شوې دی، وکتل.په پیل کې مولوی بشېر احمد، مولوی محی الدین، مولوی رحیم الله او قاضی محمد ناصر د یادو ولسوالیو د خلکو په استازیتوب خبرې وکړې او دې ولسوالیو ته د جمهوررییس له پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ یې د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو د هڅو او سرښندنو ستاینه وکړه.یادو مشرانو دغه راز د تصفیوی عملیاتو، د ولسوالیو د سړکونو پخولو، د بندو لارو خلاصولو او د پراختیایی پروژو په برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل.همداراز په دې غونډه کې په ولسی جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی ذبیح الله عتیق وویل: د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو وروستیو اقداماتو په بدخشان کې دښمن نابود کړی، خو د دښمن د اساسی مرکزونو له منځه وړلو لپاره باید دغه عملیات دوام وکړی.جمهوررییس غنی د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو سره د ولسوالیو د مشرانو او خلکو له همکارۍ مننه وکړه او وې ویل: د امنیتی بنسټونو ترمنځ د همغږۍ کچه زیاته شوې او دغه ځواکونه د هېواد په هر ګوټ کې د دښمن د ځپلو وړتیا لری. ده زیاته کړه: له امنیتی او دفاعی ځواکونو سره د خلکو همکاری اړینه ده.جمهوررییس څرګنده کړه: په بدخشان کې د امنیتی او دفاعی ځواکونو لاسته راوړنې د قدر وړ دی، خو له تعقیبی، چټکو او دوامداره اقداماتو پرته دغه لاسته راوړنې به تلپاتې نه وی او په دې برخه کې یې امنیتی او دفاعی بنسټونو ته لازمې لارښوونې وکړې. ده همداراز له هغو بدخشی ځوانانو څخه چې وړاندې یې د امنیتی او دفاعی ځواکونو په لیکو کې خدمت کړی دی، وغوښتل چې بېرته د اردو له لیکو سره یو ځای شی. جمهوررییس غنی د هېواد د ولسوالیو د امنیت تامین ته په اشارې وویل: تر دې وروسته ولسوالیو ته ډېره پاملرنه کېږی، ځکه د ولسوالیو له منسجمولو پرته په افغانستان کې بشپړ امنیت نه شی راتللی.د هېواد جمهوررییس همداراز د ملی امنیت سلاکار او د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې عمومی رییس ته لارښوونه وکړه چې د ننګرهار د شینوارو ولسوالیو په څېر د بدخشان د پاکو شویو ولسوالیو لپاره هم ځانګړی اقدامات وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید