د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ پرون له غرمې مخکې د عوایدو د راټولولو او ګمرکی موضوعاتو په اړه غونډه جوړه شوه.په توحید ملی مرکز کې د ویدیوکنفرانس له لارې دغه غونډه د والیانو، امنیه قوماندانانو، د ملی امنیت رییسانو، د ګمرکونو رییسانو، د هرات، ننګرهار، بلخ، نیمروز، کندهار، فراه، فاریاب، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د مستوفیانو په ګډون جوړه شوه، په پیل کې د ګمرکونو د عوایدو معیین نجیب الله وردګ د موضوع په اړه معلومات ورکړل. او زیاته یې کړه: د ولایتونو د ګمرکونو له رییسانو او مستوفیانو سره د جمهوررییس له کتنې وروسته د راپور ورکونې د عمل پر پلان کار شوی چې د عوایدو کچه د افغانستان اسلامی جمهوری دولت ټاکل شوې موخې ته ورسېږی. د ګمرکونو د عوایدو معیین د ولایتی او ملی شورا د ځینو استازو، محلی زورواکانو، قاچاقبرانو، د ګمرکونو د مسیرد محلی مسوولینو او ولسوالانو باج اخیستنه او لاسوهنې د عوایدو د زیاتوالی او راټولولو د برخې سترې ننګونې وبللې.د هېواد جمهوررییس د ګمرکونو د عوایدو د راپور له اورېدو وروسته وویل: د افغانستان داخلی عواید باید سم مدیریت شی او په دې برخه کې هراړخېزو او غوڅو اقداماتو ته اړتیا ده.جمهور رییس غنی زیاته کړه: هېڅوک د ګمرک په چارو کې د مداخلې حق نه لری. د ولایتی او ملی شوراګانو د غړو په ګډون هرڅوک چې د ګمرکونو په چارو کې مداخله کوی، باید تعقیب او وپوښتل شی.جمهوررییس محمداشرف غنی څرګنده کړه: ګمرکونه باید په امنیتی سیستمونو سمبال شی، چې د مداخله ګرو افرادو شتون مشخص شی، همداراز داسې مقرره دې ترتیب شی چې دګمرکونو په ساحه کې د نظامی خلکو حضور تعریف شی. هغه زیاته کړه: د ګمرکونو د کارکوونکو د ساتنې لپاره باید تدابېر ونیول شی.د هېواد جمهوررییس والیانو ته لارښوونه وکړه چې له اړوندو بنسټونو څخه د ګمرکونو د عوایدو کمېټه جوړه او هره اوونۍ دې منظمې غونډې ولری او د کاری پرمختګونو په اړه دې د مالیې وزارت ته راپور ورکړی. جمهوررییس د کمېشن کارۍ پر انحصار ټینګار وکړ او وې ویل: زموږ د عوایدو په زیاتوالی کې باید تحرک رامنځته شی، ځکه موږ او زموږ بین المللی همکارانو ته دا مهمه ده.