روزنامه هیواد

جمهور رییس غنی د  ګردېز  د وروستۍ تروریستی پېښې د ټپیانو پوښتنه وکړه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی د شنبې ه ماښام په شهید محمدداوود خان روغتون کې د ګردېز ښار پر خواجه حسن جامع جومات د تروریستی برید د ټپیانو، پوښتنه وکړه.د ټپیانو د پوښتنې پر مهال د یاد روغتون معالجو ډاکټرانو د بستری ټپیانو د روغتیایی وضعیت  او د درملنې د څرنګوالی په اړه جمهوررییس ته معلومات ورکړل.جمهوررییس غنی ټپیانو ته له لوى خداى (ج) څخه د بشپړې روغتیا هیله وکړه او  ورته وې ویل: ما د ګردېز له مشرانو او د شهیدانو له ورثې سره ټلیفونې خبرې وکړې او د خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ مې هغوى ته ډاډ ورکړ چې حکومت به ډېر ژر د خواجه حسن جومات د بیارغاونې په برخه کې اقدام وکړی.جمهوررییس د شهید محمد داوودخان روغتون مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو دجدی څارنې او درملنې په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړی.په پاى کې د یاد روغتون مسوولینو او معالجو ډاکټرانو جمهوررییس ته د بستری ټپیانو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو څخه د استفادې ډاډ ورکړ.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید