روزنامه هیواد

جمهور رییس غنی د ښوونځی د زنګ په وهلو سره نوى ( ۱۳۹۸) ښوونیزکال پیل کړ

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهور رییس محمداشرف غنی پرون له غرمې مخکې د ښوونځی د زنګ په وهلو سره نوى ( ۱۳۹۸) ښوونىزکال پىل کړ او ټولو هېوادوالو، د معارف منسوبىنو، ښوونکو او زده کوونکو په ځانګړی ډول هغو ىو مېلىون زده کوونکو ته چې لومړى ځل ښوونځی ته ځی او د خپل ژوند بختوره مرحله پىلوی، مبارکی ووىله.

په دغو مراسمو کې چې د امانی لېسې په تالار کې جوړ شوی وو، د هېواد لومړۍ مېرمن، د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر مىروىس بلخی او ىو شمېر نورو لوړ پوړو دولتی مقاماتو او ښوونکو حضور درلود.

جمهوررییس ووىل: (( د ولسمشر په توګه مې هغه غوره شېبې دی چې زده کوونکی ارګ ته راځی او ىا په ولاىتی سفرونو کې راته ښه راغلاست واىی.ده زىاته کړه: د دوى په څېرو کې هىله او په کردار کې ىې پر خپل ځان باور وىنم، په ځانګړی ډول زموږ د نجونو پر ځان باور زموږ د دغه عظىم ملت د وىاړ لامل ګرځی.

د هېواد جمهور رییس د پوهنې وزارت سرپرست ته لارښوونه وکړه،چې زده کوونکی په ځانګړی ډول ىو مېلىون  هغه زده کوونکی چې لومړى ځل  ښوونځی ته ځی وهڅوی او هغوى د وىاړ او د افغانستان د ملی ىووالی وسىله وګڼی، نه دا چې زړه ماتی شی او خداى مه کړه وواىی چې ښوونځی ته نه ځو.

جمهوررییس غنی د شپږ زره ښوونځىو د ودانىو جوړولو ژمنې ته په اشارې ووىل: (( د دې سترې برنامې چې د حجم له مخې د افغانستان د معارف په تارىخ کې بېسارې ده، ستونزې تر ډېره برىده حل شوې او اوس  د ۱۲۰۰ ښوونځىو د جوړولو کار روان دى او سږکال مو د  ۲۷۰۰ ښوونځىو د ودانىو جوړولو ته پىسې برابرې او ځانګړې کړې دی.

د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه، له دې وروسته به د ولاىتونو په مشوره د ښوونځىو د تعىىن صلاحىت دکلىو پراختىا وزارت ته ورکړل شی او له ټولو ولاىتونو څخه مې غوښتنه دا ده چې د ښوونځیو جوړولو لپار د مځکې برابرولو ته لومړیتوب ورکړی.

جمهوررییس محمداشرف غنی زىاته کړه، د اداری اصلاحاتو کمېسىون له لوری د ۱۱ زره ښوونکو استخدام په همدې اوونۍ کې بشپړېږی. د معارف او لوړو زده کړو وزارتونو په ګډه همکارۍ به په پنځه کلونو کې زموږ کابو ټول ښوونکی د لوړو زده کړو خاوندان شی. ده زىاته کړه، تقرىباً ۱۰۰زره څوارلسم پاس ښوونکی به د خدمت په موده کې لېسانس واخلی  او ۵۷ زره دوولسم پاس ښوونکی به حد اقل تر څوارلسمه پورې لوړې زده کړې وکړی. د دغه پنځه کلن پروګرام لومړۍ مرحله سږ کال پىل شوې او په زرګونو استادان به ورڅخه استفاده وکړی.

جمهوررییس په کمپىوټری لابراتوارونو د افغانستان د ښوونځىو د تجهىز او انټرنىټی شبکو سره د نښلولو په اړه د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت او اترا رىاست ته لارښوونه وکړه چې ژر دې د نوری فاىبر شبکې او سپوږمکىو له لارې د افغانستان ټول ښوونځی له انټرنېټ سره وصل کړی، ځکه زموږ پوهنه د دوه پېړىو مخکې پوهنه نه شی کېداى.

جمهوررییس غنی سږ کال د معارف زده کوونکو ته د پوره کتابونو رسېدو ته په اشارې ووىل، د ښوونځىو ۱۲،۲ مېلىونه کتابونه چاپ شوی او د ۳۷ مېلىونه نورو کتابونو د تدارکاتو پروسه به په نږدې راتلونکی کې بشپړه او د چاپ چارې پىل شی.

جمهوررییس د ښوونځی او جومات اړىکې لا ټىنګېدو ته په اشارې ووىل، اسلامی عرفان د اخلاقی مکارمو او انسانی فضاىلو ډېره لوىه خزانه ده او دغه خزانه په پېړىو پېړىو زموږ په ادب او فرهنګ کې خوندی شوې ده. ده زىاته کړه، دا زموږ د معارف د غنامندۍ لپاره ډېر څه لری او د عرفانی معىینىت او د معارف وزارت تر منځ همکاری به زموږ د معارف کتابونه لا غنی او د ښوونځی او جومات اړىکه به مو لا مضبوطه کړی.

جمهوررییس په ټىنګار سره ووىل، په ښوونځىو کې له زده کوونکو او استادانو سره تاوترىخوالى د زغم وړ نه دى. والدىن باىد په ښوونځىو کې د خپل اولاد د پوره مصئونىت احساس ولری او موږ سږ کال د دې وضعىت د بدلولو لپاره عملی اقدامات په پام کې لرو. د شاګرد ځورول ىا د ناحقه نومرو د اخىستلو لپاره د ښوونکی او مدىر تهدىدول باىد، زموږ په ښوونځىو کې ختم شی.

جمهوررییس زىاته کړه، موږ باىد زده کوونکو ته خپل تارىخی هوىت ور وپېژنو او دا ورته وواىو چې آىا دفاعی هوىت غواړئ که ارتباطی هوىت؟ که موږ د خپل تېر تارىخ برعکس، ځانونه منزوی کړو او له شاوخوا نړۍ سره خپلې اړیکې پرې کړو، نو په خپل لاس به مو د خپلې ودې او سوکالى مخه نىولې وی.

د هېواد جمهوررییس ووىل، د خپل هېواد  تارىخ او جغرافىاىی موقعىت ته په پام، زموږ راتلونکى زموږ له ګاونډىانو سره دى او له همدې امله دا ډېره ضروری ده چې د علمی مرکزونو په واسطې خپل ګاونډیان او خپله سىمه وپېژنو او له نورو سره پر خپلو توپىرونو او مشترکاتو پوه شو.

جمهوررییس څرګنده کړه: ثبات زمونږ ستره ورکه ده او د دغې ورکې پىدا کولو لپاره هم باکىفىته پوهنې ته اړتىا لرو چې په پاىله کې با ظرفىته بشری قوا ولرو.

جمهوررییس د ښوونځىو زده کوونکو او د پوهنتونونو له ټولو محصلىنو وغوښتل چې د هېواد د خپلواکۍ د سلم کال په وىاړ د خپلو کلىو، بانډو، ولسوالىو، ولاىتونو او ټول هېواد د انکشاف او ښه والی لپاره داسې لىکنې وکړی چې له کتابونو د را اخىستل شوىو موضوعاتو تکرار نه،بلکې د دوى د تجربو او مشاهدو په اساس نوی موضوعات ولىکی. هغه زىاته کړه، سلو بهترىنو لىکنو ته به جاىزه ورکړل شی او خپرې به شی.

جمهوررییس غنی ووىل، اقتصادی څرخ دې چټک شی او له عواىدو غلا  له  زده کوونکو او ښوونکو غلا ده او د دغې شومې پدىدې پر ضد باىد عمومی حشر پىل کړو.

د هېواد جمهوررییس په پاى کې له ښوونکو او زده کوونکو هغو زده کوونکو ته د ځانګړې پاملرنې او د هغوى د نازولو هىله وکړه چې ښوونځی ته د تلو لومړۍ ورځ ىې ده. ده د عامې روغتىا وزارت ته لارښوونه وکړه چې د نوىو شاګردانو لپاره ګرځنده کلینىکونه جوړ کړی چې له بشپړې روغتىا سره درس وواىی.

په دغو مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر مىروىس بلخی ووىل، ۱۳۹۷ لمرىز کال د پوهنې په تارىخ کې د پوهنې د کال په نوم ثبت شوى دى.

ډاکټر بلخی په ټىنګار ووىل، له ښوونې او روزنې پرته مو نور ټول فعالىتونه د پوهنې کاری دستور څخه اىستلی او هغه ژمنه چې ملت او د افغانستان اولادونو سره  لرو، د پوهنې د دندو د تعرىف ترڅنګ زمونږ ستر فعالىت د دغه بنسټ غىرسىاسی کول دی.

د پوهنې وزارت سرپرست څرګنده کړه، د پوهنې په لسىزه کې د پوهنې موخو ته رسېدلو کې د حکومت د رهبرۍ او ټولو دولتی او خصوصی ادارو، خلکو، مدنی ټولنې او رسنىو  همکارىو ته اړتىا ده. هغه زىاته کړه، د پوهنې کارکوونکو د ظرفىت لوړولو کار روان دى او د روان کال تر پاىه په ټول هېواد کې د شهادتنامو وېش ډىجىټلی کېږی او د پوهنې ټول کارکوونکی به باىومترىک شی.

په دغو مراسمو کې جمهوررییس او لومړۍ مېرمنې د ښوونځىو هغه زده کوونکی چې افغانی جامې ىې اغوستې وې،د ملی او پوهنې ترانو له وىلو وروسته ونازول.

ممکن است شما دوست داشته باشید