روزنامه هیواد

جمهور رییس غنی: د ښاری پراختیا د عمل پلان باید په چټکۍ سره پلی شی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ د ښاری کمېسیون د همغږۍ غونډه د دوشنبې په مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ښارجوړولو او مځکو او ترانسپورټ وزارتونو او کابل ښاروالۍ مسوولینو د پنځو ښارونو د ستراتېژیک انکشافی پلان د کاری پرمختګ راپور غونډې ته وړاندې کړ.
دوی وویل، د خوست، جلال اباد، هرات، کندهار او مزارشریف ښارونو د ستراتېژیک انکشافی پلان لومړۍ کاری مرحله روانه او د راتلونکی کال د غویی تر میاشې بشپړېږی او دویمه مرحله به چې د کندز، چاریکار، لښکرګاه او قلات ښارونه په کې شامل دی، تر راتلونکو پنځو میاشتو پیل شی.
جمهوررییس غنی د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، د ښاری انکشاف د عمل پلان باید په چټکۍ سره تطبیق شی او په دې برخه کې عاجلو اقداماتو ته اړتیا ده.ده زیاته کړه: د دغو ښارونو ترانزیټی ارزښت ته دې پاملرنه وشی، ځکه دغه ښارونه د صنعت او صادراتو مرکزونه دی، دغه راز دې په ذکر شویو ښارونو کې د تاریخی اثارو ساتنې ته هم جدی پاملرنه وشی.د غونډې په بله برخه کې د لوړ تناژ لرونکو باروړونکو نقلیه وسایطو د مخنیوی د لارو چارو په اړه چې مخکې له وخته د سړکونو د خرابېدو لامل ګرځی، معلومات وړاندې شول او په دې اړه هم هراړخیز بحثونه وشول.جمهوررییس غنی د کورنیو چارو وزارت او ترافیک پولیسو مسوولینو ته د سړکونو د تخریب د مخنیوی په خاطر لارښوونه وکړه، هغه باروړونکی نقلیه وسایط چې له ټاکل شوې اندازې زیات بار لری، ودروی او قانونی جدی چلند
ورسره وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید