روزنامه هیواد

جمهور رییس غنی د پاکستان لومړی وزیر سره تلېفونی خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی وړم ماسپښین د پاکستان لومړی وزیر عمران خان سره په تلېفونی تماس کې د افغان سولې پروسې او سیمه ییز اتصال په اړه بحث او خبرې وکړې. د پاکستان لومړی وزیر ژمنه وکړه، چې هېواد یې هر ډول همکارۍ ته، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامین بدله شی چمتو دی، نوموړی زیاته کړه: د جمهوررییس غنی اقتصاد محور لید او فکر او سیمه ییز اتصال سره توافق لری او اړتیا ده ،چې د دواړو هېوادونو د پلاویو په کچه د تخنیکی مسایلو په اړه خبرې وشی.د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له جمهوررییس غنی څخه وغوښتل ،چې د تفصیلی بحث او د اقتصادی مسایلو او سیمه ییز اتصال په اړه د تفصیلی بحث لپاره پاکستان ته سفر وکړی.د هېواد جمهوررییس د افغانستان دسولې بهیر کې د پاکستان د لومړی وزیر د ژمنتیا قدردانی وکړه او زیاته یې کړه: موږ د اقتصاد او سیمه ییز اتصال پر محور د نوې ایجاد شوې روحیې هرکلى کوو.جمهوررییس غنی همدارنګه د پاکستان د لومړی وزیر بلنه ومنله او وې ویل: د دواړو هېوادونو له دیپلوماتیکو لارو دې پاکستان ته د سفر مناسبه او مشخصه نېټه وټاکل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید