روزنامه هیواد

جمهور رییس غنی د شهید بریدمل محمدنور کورنۍ او د وردګو قوم له مشرانو سره غمشریکی وکړه

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی د یکشنبې په مازدىګر د برىدمل شهىد محمدنور چې د وږی په ۱۸ مه غىر مسوولو وسله والو په کابل کې شهىد کړ، د کورنۍ غړو او د وردګو قومی مشرانو او متنفذىنوسره د نوموړی په شهادت غمشرىکی وکړه.

په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې پارلمانی چارو کې د دولت وزىر غلام فاروق وردګ، قومی مشر انجنىرسىدرحىم ستار او عبدالمالک هاشمی د جمهوررییس له غمشرىکۍ څخه په مننې ووىل، د کابل د ګارنىزیون برىدمل محمدنور، غىر مسوولو وسله والوپه ډېره بې رحمۍ د خپلې مقدسې دندې د ترسره کولو پرمهال شهىد کړ.

ىادو وىناوالو وړاندىز وکړ چې د شهىد محمدنور د قاتلىنو د مجازات ترڅنګ دې د هغه د شهادت ځاى

(ترافىک څلور لارې) د ده په نوم ونومول شی. د هغه ځوى ته دې چې په ګارنېزیون کې دنده لری، رتبه ورکړل شی. د شهىد د کورنۍ غړو ته دې د استوګنې اپارتمان د ورکولو ترڅنګ د هغه مور او پلار بىت الله شرىف ته د عمرې او ىا حج فرىضې د ادا کولو لپاره واستول شی.

دوى همدارنګه په اوسنۍ بڼه د شهىد اوونۍ د نمانځنې په اړه چې هر کال د تاوترىخوالی او تلفاتو لامل کېږی د بدلون، د شپنىو عملىاتو پرمهال د ملکی تلفاتو د مخنىوی، د وردګو ولاىت د ولسوالىو امنىت ته د پاملرنې او همدارنګه د پنځمې ناحىې د امنىت د ښه تامىن په موخه په دوو امنىتی حوزو د خوشحال خان مېنې د وېش او د غازی محمدجانخان د شخصىت او کارنامو په اړه د سىمىنار جوړولو وړاندىزونه هم له جمهوررییس سره شرىک کړل.

جمهور رییس غنی د شهىدبرىدمل محمدنور کورنۍ او د وردګو مشرانو او متنفذىنو سره د غمشرىکۍ پرمهال د نوموړی او د وسله وال پوځ د هر سرتېری شهادت خپل غم وباله  او د هېواد د دفاع او خدمت په لاره کې ىې د وردګو قوم د مشرانوکوښښونه او سرښندنې وستاىلې.

جمهوررییس شهىد برىدمل محمدنور وطنپال شخصىت، د ملی اردو شهىد او ټولو وىاړ وباله. د هغه د سرښندنو د قدردانۍ ترڅنګ ىې د نوموړی دکورنۍ غړو او د وردګومشرانو ته تسلىت وواىه او د خداى تعالى په دربار کې ىې ورته جمىل صبر وغوښت. هغه زىاته کړه، د شهىد برىدمل محمدنور د شهادت عاملىنو د مجازات ترڅنګ به ټول د شهىد کورنۍ ته د ننواتې په توګه ورځی.

جمهوررییس غنی د افغان امنىتی او دفاعی ځواکونو اتلولىو او سرښندنو ته په اشارې ووىل، هېڅ دولتی مقام ته به پر امنىتی او دفاعی ځواکونو د نىوکې اجازه ورنه کړی او ټول باىد د هغوى د سرښندنو قدردانی وکړی.

محمداشرف غنی ووىل، بار بار مو د شهىد اوونۍ د نمانځنې پرمهال د خلکو امنىت او خوندىتوب ته د پاملرنې لارښوونه وکړه، مګر لا هم هر کال په دغه ورځ تاوترىخوالى رامنځته کېږی او کابل ښارىان ځورول کېږی. هغه پارلمانی چارو کې د دولت وزىر ته لارښوونه وکړه چې دا موضوع ولسی جرګې ته د بحث لپاره وړاندې او په دې برخه کې د راتلونکی لپاره واضح ترتىبات ونىول شی.

د هېواد جمهور رییس اړوندو مسوولىنو ته لارښوونه وکړه چې ترافىک څلور لاره دې د شهىد برىدمل محمدنور په نوم ونومول شی. نوموړی شهىد ته به د جګړنۍ رتبه، ځوى ته ىې چې د کابل ګارنېزیون کې دنده لری ىوه رتبه او همدارنګه به ىې کورنۍ او اولادونو ته د استوګنې کور ورکړل شی. هغه زىاته کړه، له خپلو شخصی پىسو څخه به د حج فرىضې د ادا کولو په موخه د شهىد برىدمل محمدنور مور او پلار ته څلور لکه افغانۍ ورکړی.

جمهوررییس غنی د وردګو والی ته د ىاد ولاىت د ولسوالىو امنىت ته د اساسی پاملرنې او اقداماتو د لارښوونې ترڅنګ ووىل، کابل پنځمه ناحىه به د امنىت د لا ښه تامىن په موخه په دوو امنىتی حوزو ووېشل شی. هغه زىاته کړه، د ملکی تلفاتو د مخنىوی په موخه شپنىو عملىاتو کې اساسی بدلون راځی.

جمهوررییس ډاکټر غلام فاروق وردګ ته د غازی محمدجانخان وردګ د شخصىت او کارنامو د نمانځنې په موخه د سىمىنارجوړولو او د هغه د نېټې د ټاکلو او اړوندو چارو د ترسره کولو لارښوونه وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید