روزنامه هیواد

جمهور رییس غنی د سېلابونو د زیانونو د مخنیوی لارښوونې وکړې

د افغانستان د اسلامی جمهورىت د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ د سېلابونو د وضعىت او زىانمنو سره د مرستې په خاطر د حکومت د اقداماتو په اړه غونډه وړم ماښام په ارګ کې جوړه شوه. په پىل کې پېښو ته د رسىدګۍ په برخه کې د دولت وزىر نجىب اقا فهىم، د وروستىو سېلاب ځپلو د وضعىت او له هغوى سره د حکومت د نغدی او غېرنغدی مرستو په اړه جامع راپور وړاندې کړ، دغه راز د اړوندو ادارو مسوولىنو په دې اړه د خپلو ادارو د اقداماتو په اړه هم خبرې وکړې. جمهوررییس غنی د ىاد راپور او خبرو له اورېدو وروسته اړوندو مسوولىنو ته په ټولو ولاىتونو کې د زىانونو د مخنىوی او د زىانمنو شوىو او اوښتو زىانونو د دقىقې ارزونې لپاره د هراړخىزو اقداماتو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې. جمهوررییس په کابل کې د وروستىو سېلابونو په اړه ووىل، د ټولو خلکو غوښتنه ده چې د کابل سىند حرىم باىد مشخص او له غاصبىنو واخىستل شی. د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه د کابل د اوبو د مدىرىت لپاره بیړنی پلان ته اړتىا ده او ټولې اړوندې ادارې دې په همغږۍ پر دغه پلان کار وکړی، چې په شپږو مىاشتو کې د کابل په سىند کې محسوس تغىىر رامنځته شی. دغه راز جمهوررییس محمداشرف غنی د سېلاب ځپلو پر تشخىص او هغوى ته د بېړنىو مرستو پر رسولو ټىنګار وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید