روزنامه هیواد

جمهور رییس غنی د سیمه ییزې حکومتولۍ پیاوړتیا او د داخلی تولیداتو په زیاتوالی کې د ولسوالانو رول مهم وباله

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمد اشرف غنی وړم ماښام د ولسوالانو ملی کنفرانس  په اختتامىه مراسمو کې د ولسوالانو د ګروپی کار  راپور  واورېد. دغه مراسم چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوی وو، په پىل کې د سىمه‏ىىزو ارګانونو خپلواکې ادراې رییس عبدالمتىن بىګ په کنفرانس کې د ترسره شوىو کارونو لنډىز بىان کړ.

نوموړی د سىمه‎‎‎ىىزې حکومتولۍ پىاوړتىا ته د جمهوررییس پاملرنې څخه په مننې ووىل، دې کنفرانس ملی خبرو او د پىوستون بسىج ته زمىنه برابره کړه چې په کې پر امنىت، اقتصاد او اصلاحاتو بحث وشو.

دغه راز د بامىانو، هلمند، فارىاب او بغلان ولاىتونو څلورو ولسوالانو د نورو په استازىتوب خبرې وکړې او د اداری کمپلکسونو، د ورزش لپاره د اسانتىاو، د خلکو او حکومت د مشارکت، د خدماتو د عرضې، ولسوالىو ته د کومکی بودجې، د کارموندنې، د کرنىزو مځکو د انکشاف، د ولسوالانو د صلاحىتونو د زىاتولو، زورواکو او غىرمسوول وسله ‎والو سره د مبارزې او پر خپلو دندو د کاری ولسوالانو د پاتې کېدو په اړه خپل وړاندیزونه بىان کړل.

جمهوررییس په ۱۱۴ مخونو کې د ولسوالانو د نظرىاتو د تحلىل له وړاندې کولو مننه وکړه او هغه ىې رغوونکی وبلل. هغه د سىمه ىىزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس او همکار ټىم څخه د دې کنفرانس د جوړولو په خاطر مننه وکړه.

جمهوررییس غنی ووىل، د اداری اصلاحاتو کمېسىون خپلې ارزونې کوی او هغه ولسوالان چې کاری وړتىا ولری له امتىازاتو څخه نه محرومېږی او نه ىې هم لاسته راوړنې هېرېږی.

هغه زىاته کړه، د راتلونکی کال په بودجه کې ځانګړى کوډ  د ولسوالىو د اداری کمپلکسونو د جوړولو لپاره په پام کې نىول کېږی. دغه راز به هغو ولسوالانو ته چې تر ټولو غوره طرحې وړاندې کوی رقابتی بودجه هم په پام کې ونىول شی.

جمهوررییس څرګنده کړه، د انکشاف په برخه کې له حکومت سره د خلکو د مشارکت رول مهم دى او ولسوالان باىد په دې برخه کې زىاتې هڅې وکړی. هغه ټىنګار وکړ د ولسوالىو په کچه د مدىرىت وړ د اطلاع ورکولو سىستم ته اړتىا ده چې خلک د طبىعی پېښو له رامنځته کېدو څخه خبر شی.

جمهوررییس غنی زىاته کړه، ولسوالانو سره د اړىکو ټلىفونی سىستم دې جوړ شی، هغه په دې برخه کې د اترا ادارې، مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت او دغه راز د سىمه‏ىىزه ارګانونو خپلواکې ادارې ته لازمې لارښوونې وکړې. جمهوررییس د ولسوالىو پر ملکی کېدو ټىنګار وکړ وې وىل، د ولسوالانو او امنىه قوماندانانو په اړىکو کې باىد بنسټىز تغیىرات راشی او لارښوونه ىې وکړه ولسوالانو ته دې د امنىه قومندانانو او ملی امنىت مدىرانو د راپور ورکولو په اړه دقىق مىکانېزم ترتىب شی.جمهوررییس له ولسوالانو وغوښتل چې د داخلی تولىداتو او اقتصادی ودې د پىاوړتىا په موخه د کرنىزو تولىداتو د خرىدارۍ سىستم له ښارونو سره تنظىم کړی. هغه ووىل، په راتلونکو دوو مىاشتو کې به په سعودی عربستان کې د افغانستان د کرنىزو تولىداتو ستر نندارتون پرانىستل شی.

د هېواد جمهوررییس له هغو ولسوالانو چې په ىوه غږ ىې د غىر مسوولو وسله‎والو او زورواکو سره د مبارزې غوښتنه کوله، وستاىل  او وې وىل، د دې افرادو حضور د منلو نه دى او په هره کچه چې وی قانون چلند ورسره کېږی.

جمهوررییس محمداشرف غنی ووىل، د نظام مشروعىت په ولسوالىو پورې اړه لری. هغه زىاته کړه په ناامنه ولسوالىو کې چې قضاىی سىستم فعال نه دى، د امنىت د ټىنګښت پورې دې ستونزې د مشروع جرګو له لارې حل شی. جمهوررییس په دې برخه کې د عامه پوهاوی پر ىوې واضح طرحې ټىنګار وکړ.

هغه زىاته کړه، په ولسوالىو کې د خلکو له مشارکت پرته سوله نه تامىنېږی. جمهوررییس د سىمه ىىزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه د هغو کسانو لىست دې چې د سولې په تامىن کې اغېزناګه دی، تشخىص او ترتىب کړی.

جمهوررییس د ولسوالىو د تشکىلاتو پر بىا کتنې او دغه راز د درىمو واحدونو په کچه د ولسوالانو پر رول ټىنګار وکړې وىل، باىد صلاحىتونه او مسوولىتونه ىو ډول وی، هغه د صلاحىتونو زىاتول د ظرفىت او کفاىت په زىاتوالی پورې تړلی وبلل.

جمهوررییس محمداشرف غنی څرګنده کړه، په مرکز کې دې د ادارو تشکىل کم او په ولاىتونو کې زىات شی او د اړتىا په صورت کې به نوی ولاىتونه هم جوړ شی. جمهوررییس له ولسوالانو وغوښتل د کوچنىو بندونو لىست دې جوړ او ترتىب کړی چې د جوړولو په اړه ىې اقدامات وشی.

جمهوررییس د سىمه‏ىىزو ارګانونو ادارې ته لارښوونه وکړه چې د درىمو واحدونو (ولسوالىو) سره د مستقىم ارتباط د ټىنګښت په موخه د ولسوالىو عالی شوراګانې جوړې کړی، تر څو ولسوالان خپلې غوښتنې او اړتىاوې په مستقىم ډول له جمهوررییس سره شرىکې کړی.

دغه راز جمهوررییس د سىمه ىىزو ارګانونو ادارې ته لارښوونه وکړه چې سکتوری وزارتونو سره دې ګډه غونډه ترتىب کړی چې ولسوالان وتوانېږی د خپلو ولسوالىو وضعىت په مستقىم ډول تشرىح کړی او د اړتىا وو د رفع کولو په اړه ىې عاجل اقدامات وشی.

جمهوررییس د سىمه‏ ىىزو ارګانونو ادارې ته لارښوونه وکړه چې په نورو درىو مىاشتو کې دې د ولسوالانو د سرتاسری کنفرانس جوړولو لپاره تدابىر ونىسی. هغه د ولسی جرګې، د ولسوالىو شوراګانو او د جمهوری رىاست ټاکنې حتمی وبللی او ټىنګار ىې وکړ هېڅوک په ټاکنو کې د مداخلې حق نه لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید