روزنامه هیواد

جمهور رییس غنی د زابل امنىتی وضعیت وارزاوه

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی زابل ولاىت ته د خپل سفر پر مهال پرون سهار د دغه ولاىت عمومی امنىتی وضعىت د ىوې غونډې په لړ کې وارزاوه.په دغه غونډه کې چې د ملی اردو په لېوا کې جوړه شوې وه او په کې د زابل والی، د قول اردو قومندان او د دې ولاىت امنىه قومندان او د ملی امنىت رییس هم حضور درلود په پىل کې د زابل امنىتی مسوولىنو د عمومی امنىتی وضعىت، د تهدىداتو د سطحې او  په دې ولاىت کې د امنىتی او دفاعی ځواکونو د عملىاتو په اړه جمهوررییس او اعلى سرقومندان ته معلومات ورکړل.دوى دغه راز د امنىتی ننګونو په ځانګړی ډول د زابل په ولسوالىو کې د امنىتی ستونزو په اړه هم جمهوررییس ته راپور ورکړ.جمهوررییس غنی د زابل د امنىتی مسوولىنو د راپور له اورېدو وروسته ووىل: زه دلته د دې لپاره راغلى ىم چې د زابل عمومی وضعىت په ځانګړی ډول امنىتی وضعىت په دقىق ډول وارزوم او په اړه ىې عاجل تصمىمونه ونىسم.جمهوررییس زىاته کړه: ماته د ولاىت د امنىتی وضعىت په اړه ډاډمن راپور مه راکوئ، هر هغه څه چې واقعىت لری په دقىق ډول ىې تشرىح کړئ. هغه خطرونه چې دې ولاىت ته متوجه دی، باىد په جدی ډول تحلىل شی، خپل مشخص وړاندىزونه چې څنګه کولاى شو امنىتی وضعىت کې تغىىر او ښه والى راولو، وړاندې کړئ.د هېواد جمهوررییس ىادو مسوولىنو ته ووىل، تاسې باىد د دښمن د کمىت، امکاناتو او د ګواښ د ډول په اړه چې د زابل ولاىت امنىت ته متوجه دی، دقىق اطلاعات ولرئ. د شملزو، نوبهار، اټغر، سىورى، ارغنداب، داى چوپان او مىزان ولسوالىو امنىتی پوښښ ته دې پاملرنه زىاته شی او د امنىتی وضعىت د خرابېدو مخنىوى دې وشی.د وسله وال پوځ اعلى سرقومندان د زابل امنىتی مسولىنو ته ووىل، په جدی ډول دې د فساد، د مهماتو، امکاناتو او تجهىزاتو د ضاىع کېدو مخنىوى وشی.جمهوررییس محمداشرف غنی د ملی دفاع او کورنىو چارو وزارت مسوولىنو ته لارښوونه وکړه چې د زابل ولاىت امنىتی ستراتېژىک پلان دې چمتو او په هغې کې دې د امنىتی وضعىت ترڅنګ په ساختاری، تشکىلاتی، د تجهىزاتو د کموالی او دې ولاىت ته د دښمن د متوجه ګواښونو څخه د درک په برخو کې ټولې ننګونې راونغاړی او حل لارې دې په پام کې ونىول شی.جمهوررییس دغه راز د زابل ولاىت امنىتی مسوولىنو ته لارښوونه وکړه چې د ولسوالىو امنىه قوماندانۍ وارزوی او هغه منسوبىن چې له کلونو راهىسې ىې د ولسوالىو د امنىه قومندانانو په حىث دنده کړى، تغىىر او تبدىل شی، ځکه دولتی څوکۍ مىراثی نه دی، دغه راز امنىه قومندانان باىد د ولسوالىو په سطحه د خلکو سره په اړىکه کې واوسی، وطن او خلکو ته صادق او خدمتګار کسان دې پر دې څوکىو پر دندو وګمارل شی.جمهوررییس په زابل ولاىت کې مېشت د امنىتی او دفاعی ځواکونو د وساىطو د ترمىم ستونزې ته په اشارې  د ملی دفاع او کورنىو چارو وزارت مسوولىنو ته په ټىنګار لارښوونه وکړه، هغه شرکتونه چې د نظامی وساىطو او وساىلو د ترمىم مسوولىت لری، که خپله دنده په درست ډول نشی ترسره کولاى، قراردادونه ىې فسخه او له هېواده بهرکړئ.جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلى سرقوماندان د خپلو خبرو په پاى کې ووىل، د لومړۍ نمبر لوىې لارې د امنىت ټىنګښت ته چې ىوه برخه ىې په زابل ولاىت کې د مېشتو امنىتی او دفاعی ارګانونو مسوولىت دى، جدی پاملرنه وشی، ګواښونه دې لرې او انتقالات او اکمالات دې په منظم ډول ترسره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید