روزنامه هیواد

جمهور رییس غنی د جرمنی  سفیر ته د غازی میرمسجدی خان دولتی مډال ورکړ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی دشنبې په ماښام په کابل کې د جرمنی له سفیر  والټر هاسمن سره د مخه ښې کتنه وکړه.په دې کتنه کې چې د ارګ په دلکشا ماڼۍکې وشوه، پکې یو شمېر دولتی مقاماتو او د ځینو هېوادونو سفیرانو هم حضور درلود، لومړى د جمهوررییس ستر سلاکار  ډاکټر فضل محمود فضلی د جرمنی سفیر  والټر هاسمن ته د غازی میرمسجدی خان د مډال د ورکړې په اړه د جمهوررییس فرمان ولوست.وروسته جمهوررییس غنی د افغانستان او جرمنی ترمنځ د ښو او دوستانه اړیکو د ټینګولو او پراخولو، د دوه اړخیز باور او همکاریو د لا زیاتولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسی، اقتصادی او فرهنګی اړیکو د پراختیا په برخه کې د نه ستړی کېدونکو هلو ځلو په درناوی نوموړی ته د غازی میرمسجدی خان دولتی مډال ورکړ.د هېواد جمهوررییس په افغانستان کې د ښاغلی هاسمن د ماموریت پر مهال د نوموړی د کړنو په ځانګړی ډول د مسلکی تعلیماتو په برخه کې د همکارۍ له امله د قدردانۍ ترڅنګ هغه ته په راتلونکو دندو کې د لا زیاتې بریا هیله وکړه.د جرمنی سفیر چې دا مهال یې په افغانستان کې ماموریت پاى ته رسېدلى، پرخپل ماموریت یې خوښی وښوده او د افغانستان د اقتصادی ودې، بیارغاونې او سولې په برخو کې د جمهوررییس او ملی یووالی د حکومت هڅې یې وستایلې.

ممکن است شما دوست داشته باشید