روزنامه هیواد

جمهور رییس غنی: د تپل شوې  جګړې تاوان د ډىورنډ دواړو غاړو ولسونو ته رسېږی

د افغانستان د اسلامی جمهورى جمهوررییس محمد اشرف غنی وړم ماښام له خىبر پښتونخوا، کوټې او بهرنىو هېوادونو څخه افغان امن نړىوال کنفرانس ته له راغلو پوهانو او سىاستوالو سره په دلګشا ماڼۍ کې وکتل. په پىل کې عطاالله خان حىران او له خىبر پښتونخوا څخه راغلی د نىشنل عوامی ګوند مشر اسفندىار ولی خان جمهوررییس غنی ته د امن نړىوال دوه ورځنی کنفرانس او د ىاد کنفرانس په بېلابېلو کمېټو کې د جنګ د لاملونو، د هغه د له منځه وړلو او د سولې د تامىن په اړه د شوىو بحثونو په هکله معلومات ورکړل.اسفندىار ولی خان په ټینګار سره ووىل، دسولې مذاکرات باىد د افغان دولت په مالکىت ترسره شی. نوموړی د سولې په برخه کې د جمهوررییس د هلو ځلو قدردانی وکړه.جمهوررییس غنی ىادو مېلمنو ته د ښه راغلاست پرمهال ووىل، جنګ حدود نه لری، ځکه چې تحمىلی جنګ د ډىورنډ دواړو غاړو ته ولسونه متضرر او د ښځو او ماشومانو په ګډون مشران قربانی شوی او لا هم هره ورځ قربانی کېږو. جمهوررییس زىاته کړه، روان جنګ د ثبات، هوساىنې او انکشاف اصلی مانع دى، نو د ‌‌‌‌‌‌ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه او خلک باىد د باعزته او تلپاتې سولې لپاره دغه جنګ او بحران ته د پاى ټکى کېږدی.د هېواد جمهوررییس ووىل، اسلام اباد ته په وروستی سفر کې ىې پاکستانی مقاماتو ته وىلی که پاکستان غواړی چې له فقر، د انرژۍ له کمبود او نورو ناخوالو څخه ځانونه وژغوری، نو باىد افغانستان ته د دوستۍ صادقانه لاس ورکړی او په دې برخه کې خپلې ژمنې په عمل بدلې کړی.جمهوررییس ووىل، د ډىورنډ کرښې هغه غاړه د پښتنو لىکوالو، پوهانو او څېړونکو اثار به په افغانستان کې چاپ او خلکو ته د ګټه اخىستنې لپاره په واک کې ورکړل شی. هغه زىاته کړه، زموږ د ورورۍ غېږ تل پرانىستې او د اوسنىو ستونزو د حل لپاره باىد موږ او تاسو په ګډه لاس په کار شو، ځکه سوله زموږ د ټولو مهمه غوښتنه او لومړىتوب دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید