روزنامه هیواد

جمهور رییس غنی: د بې‌ وزلو ښځو روغتیا ته جدی پاملرنه کېږی

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی پرون غرمه  د بې‌ وزلو ښځو  لپاره د روغتىاىی همکارىو د ملی پروګرام په پرانېست غونډه کې ګډون او وىنا وکړه.په دې غونډه کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوه، د هېواد لومړۍ مېرمنې هم حضور درلود، جمهوررییس ووىل. افغان ښځې د کورنىو او د هېواد د ملا تىر دی، ځکه د ښځو روغتىاله مهمو مساىلو څخه ده چې حکومت پرې جدی تمرکز کړى.د هېواد جمهوررییس د دغه ملی پروګرام پرانىسته په ټول هېواد کې روغتىاىی خدماتو ته د بې وزلو ښځو د لاسرسی لپاره ارزښتناک ګام وباله او وې وىل: د حکومت ژمنه دا ده چې د حکومت په عواىدو کې د هر مىلىارد افغانىو په زىاتېدو سره به مشخصه برخه د ښځو روغتىاىی خدمتونو ته ځانګړې شی.جمهوررییس غنی د مالىې او عامې روغتىا وزارتونو ته په خطاب کې ووىل، د دغه ملی پروګرام د تطبىق بهىر دې په جدی توګه وڅاری او د دغه پروګرام په تطبىق کې ىې د ډاکټرانو د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.دغه راز د مالىې وزارت سرپرست ډاکټر محمد هماىون قىومی ووىل: د وطنوالو د حقونو د تامىن په اړه د جمهوررییس د لارښوونې پر بنسټ، بې  وزله ښځو ته د روغتىاىی مرستې ملی پروګرام ترتىب شوى.ده زىاته کړه: د دغه پروګرام لپاره ۲ مىلىارده افغانۍ بودجه په پام کې نىول شوې چې په ټول هېواد کې ۱۲۰۰ روغتىاىی مرکزونه تر پوښښ لاندې راولی او ۲ مىلىونه ښځې به د دغه پروګرام له روغتىاىی خدماتو برخمنې شی.د عامې روغتىا وزىر فىروزالدىن فىروز د ىاد پروګرام په اړه ووىل: د دغه پروګرام په تطبىق سره به ښځې روغتىاىی مرکزونو ته د مراجعې لپاره وهڅېږی، ضروری واکسىنونه به پر وخت تطبىق او ناروغۍ به معالجه کړی چې دغه کار د ماشوم او مور  ناروغۍ کموی او د ساری ناروغىو د خپرېدو مخنىوى کوی.ډاکټر فىروز ووىل: د مالىې او عامې روغتىا د وزارتونو په همغږی ډول داسې کړنلاره ترتىب کړې چې د ىاد پروګرام د تطبىق د بهىرجدی څارنه وکړی.د دغه پروګرام په پاى کې جمهوررییس ځىنو بې‌ بېوزلو ښځو ته د روغتىاىی خدمتونو تعرفې هم ورکړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید