روزنامه هیواد

جمهور رییس غنی د امنیتی ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غنی وړمه ورځ له غرمې مخکې د ملی امنیت د افشارو اداری کمپلکس کې د امنیتی او دفاعی ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده. د ملی امنیت عمومی ریاست د ودانیو رییس حبیب الرحمن روشان د دغې پروژې په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل: دغه روغتون په دیارلس جریبه مځکه کې د تلخونې په ګډون په څلورو پوړونو کې په نړیوالو نورمونو جوړېږی. دغه ودانۍ د اړتیا پرمهال له اتو څخه تر لسو پوړونو د لوړولو او دوه سوه بستریز روغتون ته د ارتقاظرفیت لری.نوموړی څرګنده کړه: ملی تدارکاتو ادارې له صفت ساختمانی شرکت سره د ۶،۳۵۷ میلیون افغانیو په ارزښت د یاد روغتون د جوړولو تړون لاسلیک کړى چې په درېیو کلونو کې یې چارې بشپړېږی.جمهوررییس غنی د امنیتی او دفاعی ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبرې له اېښودو وروسته د ملی امنیت د افشارو اداری کمپلکس د غونډوتالار کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.په پیل کې د ملی امنیت عمومی ریاست سرپرست ډګرجنرال احمدضیا سراج جمهوررییس ته دښه راغلاست پرمهال د امنیتی او دفاعی ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د افغانستان په کچه لومړنى دولتی روغتون وباله او ټولو ته یې د هغه د جوړولو مبارکی وویله. نوموړی د طالبانو او داعش پر وړاندې د امنیتی او دفاعی ځواکونو بریالیو عملیاتو ته په اشارې د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د ښه امنیت د تامین په موخه د امنیتی او دفاعی ځواکونو کوښښونه، همغږی او همکاری وستایله.د ملی امنیت د روغتیایی خدمتونو رییس تورنجنرال حشمت الله نوابی له جمهوررییس غنی څخه د دغه روغتون د وړاندیز د منلو له امله مننه وکړه او وې ویل: دا روغتون به د امنیتی او دفاعی ځواکونو منسوبینو او د هغوی د کورنیو غړو ته د زړه د ناروغیو د درملنې په برخه کې ښه خدمتونه وړاندې او بهر ته به د دوی د تلو اړتیاراکمه کړی.جمهوررییس غنی یادو مراسمو ته د وینا او د زړه سل بستریز روغتون د مبارکۍ پرمهال امنیتی او دفاعی ځواکونه د هېواد او ټولو هېوادوالو ویاړونه وبلل او هغوی ته په خطاب کې یې وویل: ستاسو د هر یوه زړه زما زړه ته نېغه لاره لری او ستاسو زړونه چې شپه او ورځ هېواد ته د کار او خدمت لپاره تپېږی، د لا زیاتې قدردانۍ ترڅنګ یې له دې وروسته په کوردننه درملنه کېږی.جمهوررییس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د امنیتی او دفاعی ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون قراردادی شرکت دې وهڅوی چې د جوړولو چارې په دوو کلونو کې بشپړې کړی او همدارنګه دې په مسلکی پرسونل د پانګونې ترڅنګ له ملی تدارکاتو ادارې سره په همغږۍ د یاد روغتون لپاره ټول د اړتیا وړ وسایل اولوازم برابر شی. محمداشرف غنی له ډاکټر حشمت الله نوابی څخه د دغه روغتون د نظر او وړاندیز او له دې امله مننه وکړه چې د غازی امان الله خان روغتون یې په یوه نمونه یی روغتون بدل کړی دی. همدارنګه یې هیله څرګنده کړه، چې د پولیسو روغتون هم ژر تر ژره په یو نمونه یی روغتون بدل شی.

جمهوررییس غنی د ملی امنیت د روغتیایی خدمتونو رییس ته وویل: د روغتونونو د لا ښه والی او تجهیز په اړه خپل وړاندیزونه په لیکلی ډول له جمهوری ریاست سره شریک کړی. ده زیاته کړه: د نظامی روغتونونو روغتیایی خدمتونو ښه شوی، خو په ملکی روغتونو کې لا هم ستونزې موجودې دی او زیاتې پاملرنې ته اړتیا لری. جمهوررییس د امنیتی او دفاعی ارګانونو ترمنځ همغږی او همکاری تصادفی نه، بلکې د دوی د پرله پسې هلوځلو لاسته راوړنه وبلله. ده زیاته کړه: تاسو په وروستیو دوو میاشتو کې په خپلو مبارزو او سرښندنو سره ثابته کړه چې د نظام ساتونکی او د جمهوریت ملاتړی یاست.د هېواد جمهوررییس امنیتی او دفاعی ځواکونو او ټولو هېوادوالو ته د نورو د توقع برخلاف او د طالبانو د تهدیدونو سره سره، د ولسمشریزو ټاکنو د بریالی ترسره کېدو مبارکی وویله.جمهوررییس د افغانستان د طبی شورا د مشرې ډاکټر نسرین اوریاخېل هلو ځلو ته په اشارې په ټینګار سره وویل: د دوی له لوری غوره شوی نورمونه او معیارونه باید تطبیق او هر  ډاکټر د صحی بورډ له لوری د فعالیت جواز ولری او سویه یې تثبیت شی، ځکه د ډاکټر تېروتنه نه جبرانېدونکې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید