روزنامه هیواد

جمهور رییس غنی د امریکا د پوځ‎ د مرکزی قوماندانۍ قوماندان خپل حضور ته ومانه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی د امریکا د متحدوایالتونو د پوځ د مرکزی قوماندانۍ قوماندان جنرال مک کینزی پرون ماسپښین خپل حضور ته ومانه.په دغې کتنه کې دواړو لوریو له  تروریزم سره د ګډې مبارزې، سیمه ییزو مسایلو او د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د تمویل او تجهیز په اړه بحث او خبرې وکړې.جمهوررییس غنی جنرال مک کینزی ته د ښه راغلاست پرمهال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د امریکا دمتحدو ایالتونو د همکاریو قدردانی او نوموړی ته یې په نوی ماموریت کې د بریا هیله وکړه.جنرال مک کینزی وویل: دامریکا دمتحد ایالتونه د افغان حکومت ستراتیژیک همکار دى او کوښښ  به وکړو، چې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د روزنې، تمویل او تجهیز په برخه کې زیات تمرکز وکړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید