روزنامه هیواد

جمهور رییس غنی د افغان سولې په بهیر کې د اروپایی هېوادونو رول مهم وباله

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهورریىس محمداشرف غنی وړمه ورځ له غرمې مخکې د نړىوال اقتصادی کنفرانس په څنډه  کې د جرمنې له د فاع وزىرې اورسولافون درلىن سره وکتل.په دې کتنه کې د المان د فاع وزىرې اورسولافون درلىن د ترورىزم پر وړاندې د افغان امنىتی او دفاعی ځواکونو صادقانه مبارزه وستاىله او وې وىل: موږ د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د وړتىا، قابلىت او موثرىت شاهدان ىوو، چې د دې هېواد د پىاوړې نظامی او سىاسی رهبرۍ ښکارندوىی کوی.دغه راز په دې کتنه کې د افغانانو په رهبرۍ او مالکىت د سولې پر پروسې هراړخىز بحث وشو او د المان د دفاع وزىرې له دې پروسې څخه د خپل هېواد د ملاتړ ترڅنګ ووىل: المان د افغانانو په رهبرۍ او مالکىت د سولې په پروسه کې، هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.د المان د دفاع وزىرې: د افغان امنىتی او دفاعی ځواکونو د روزنې او وړتىا لوړلو په برخه کې د خپل هېواد د همکارىو د دوام ډاډ هم ورکړ.جمهورریىس محمداشرف غنی د  هېواد د انکشاف په ځانګړی ډول د امنىتی او دفاعی ځواکونو د ملاتړ او روزنې په برخه کې له افغانستان سره د المان د اوږدمهالو مرستو او همکارىو قدردانی وکړه او وې وىل: په افغانستان کې د امنىتی وضعىت ښه والى زموږ د سترو اقتصادی برنامو د تطبىق لامل ګرځی. د هېواد جمهورریىس د افغان سولې په بهىر کې د اروپاىی هېوادونو رول مهم او ارزښتناک وباله او د دې هېوادونو، په ځانګړی ډول د  جرمنې د همېشنۍ همکارىو څخه مننه ىې وکړه.جمهورریىس زىاته کړه: افغانستان د سىمې پر څلورلارې د بدلېدو په حال کې دى او امنىت ته زموږ پاملرنه په دې پړاو کې زىاته شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید