روزنامه هیواد

جمهور رییس غنی: دا مهال د هېواد په ښارونو او کلیو کې زیاتې پروژې د تطبیق په حال کې دی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی وړم ماسپښین د ولسی تړون پروګرام د ښاری او کلیوالی انکشافی شوراګانو ملی مشورتی کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.په دغو مراسمو کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړ شول، په پیل کې د کلیودپراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمی د ولسی تړون پروګرام او د ښار او کلی د خلکو په ژوند کې د هغه د رول په اړه معلومات ورکړل.نوموړی د یاد کنفرانس په اړه وویل: د دغه کنفرانس ګډونوالو په پنځو برخو له هغې ډلې د انکشافی پروژو پر اقتصادی تحلیل، خودکفایۍ، د پروژو پر پایدارۍ، د ښځو پر ونډې او د ښار او کلی خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره پر لا زیاتې همغږۍ هر اړخیز بحثونه وکړل.

د کلیود پراختیا وزیر وویل:  دا مهال د هېواد په ښارونو او کلیو کې زیاتې پروژې د تطبیق په حال کې دی، چې موخه یې اقتصادی وده، د بې وزلۍ د کچې راټېټول او د شغلونو رامنځته کول دی.وروسته د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښاروالیو معیین عبدالباقی پوپل وویل: د ولسی تړون پروګرام کې خلکو ته لازم صلاحیتونه ورکول کېږی، چې د پروژو په تطبیق او د سیمه ییزو ادارو په څارنه کې خپله ونډه ادا کړی.ده زیاته کړه: خلکو د صفایۍ د محصول د تحویلۍ او دصنفی جوازونو په برخه کې ناغېړی نه ده کړی او د پروژو په تطبیق کې یې خپله فزیکی ونډه هم برجسته کړې ده. دغه راز موږ هڅه کوو چې د ولسی تړون  پروګرام د هېواد ګوټ ګوټ ته وغځوو او پراختیا ورکړو.وروسته محمداکرم، حسناره، پلوشې او محمدحقمل په یاد ملی مشورتی کنفرانس کې د خپلو ګروپی کارونو پایلې وړاندې کړې او وې ویل: په کاری ګروپونو کې په کلیو کې پر خودکفایۍ، د کلیو د اقتصادی وضعیت پر ارزولو، د پرمختګ په برخه کې د ښځو پر فعال رول،د دولت او خلکو ترمنځ د غوره اړیکو د تامین او د شوراګانو ترمنځ پر همغږۍ پراخ او مفصل بحثونه وشول.وروسته حاجی سیداحمد او سمیرا تورانی د ولسی تړون پروګرام د ښاری او کلیوالی انکشافی شوراګانو د ملی مشورتی کنفرانس، پرېکړه لیک ولوست.جمهوررییس غنی د دوى د خبرو له اورېدو وروسته وویل: په جمهوریت کې وطندار اصل دى او تاسې د افغانستان د اسلامی جمهوریت ممثل یاست. ده زیاته کړه تاسې مسوول وطنوال یاست او هره ورځ تاسې د ګذر او کلی په ژوند کې اساسی تغییر راولئ او زه له همدې امله له تاسې څخه د زړه له کومې مننه کوم.جمهوررییس د دوی له ارزونو او دا چې خپلې ستونزی او وړاندیزونه یې بیان کړل، مننه وکړه او وې ویل، نن افغان ښځې د مسوولو وطنوالو په توګه ځلېدلی او هیڅکله په شا تګ نه کوی.جمهوررییس غنی وویل: تاسې د افغانستان د ملی یووالی ممثلین یاست او ولسی تړون زموږ د ژوند د بدلون وسیله، زموږ په خپل لاس کې ده.د هیواد جمهوررییس د همغږۍ او همکارۍ نشتوالى ننګونه وبلله او زیاته یې کړه، خپلې برنامې او د فعالیتونو مقیاس مو لا پراخ او اتحادیې په ځانګړی ډول د تولیدوونکو ښځو اتحادیې ایجاد کړئ.نوموړی د ولسوالیو او خلکو تر منځ پر اړیکو او لازیاتې همغږۍ د ټینګار ترڅنګ وویل، کلی باید له یو بل سره وصل شی، د خلکو غوښتنې دې واورېدل شی، دغه راز دې د پروژو په انتخاب کې د خلکو، په ځانګړی ډول د ښځو رول زیات شی.د هیواد جمهوررییس د خپلو خبرو په پاى کې وویل: زموږ  ټولو دنده د افغانستان پرمختګ دى، نو باید یو بل ته لاس ورکړو او دغه
وطن اباد کړو

ممکن است شما دوست داشته باشید