روزنامه هیواد

جمهور رییس غنی:د اوبو د مدىرىت لپاره باىد واحد بحث ته ورسېږو

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی وړم ماښام د اوبو او چاپېرىال ساتنې د څېړنىز ملی مرکز له غړو سره په ارګ کې وکتل.په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت معىین عبدالتواب بالاکرزی خبرې وکړې وې وىل، د جمهوررییس له نظرىاتو سره سم د اوبو او چاپېرىال ساتنې مرکز پر ښه‌والی کار شوى دى.هغه زىاته کړه: د دغه مرکز د تشکىلاتی تورم او وظىفوی تداخل د مخنىوی په غرض په ىوې طرحې کار شوى او د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمېسىون سره پرې بحث روان دى.ورپسې د پولیتخنىک پوهنتون رییس محمدسعىد کاکړ او ىو شمېر نورو استادانو د اوبو په ځانګړی ډول د خوږو اوبو پر اهمىت او ساتنې خبرې وکړې وې وىل: د کابل د اوبو د خوندی کولو په برخه کې دې د اړوندو ادارو ترمنځ همغږی رامنځ ته شی.ورپسې د چاپېرىال ساتنې ادارې رییس شاه زمان مىوندی خبرې وکړې او د اوبو او چاپېرىال ساتنې د ملی څېړنىز مرکز څخه ىې د خپلې ادارې ملاتړ څرګند کړ.ورپسې د کابل پوهنتون ىو شمېر استادانو په بېلابېلو برخو په ځانګړی ډول د محصلىنو د عملی کارونو د زىاتېدو په اړه وړاندىزونه وکړل.جمهوررییس غنی د هغوى د خبرو له اورېدو وروسته ووىل: کابل باىد د اوبو او مځکې له مدىرىت سره په ىو ښار بدل شی.

هغه زىاته کړه: د پوهنتونونو او وزارتونو ترمنځ دې ىو څرګند کلستر رامنځ ته شی او همدارنګه ىې له هغوى وغوښتل چې تىورىک او عملی درسونه دې سره ىو ځاى کړی.جمهوررییس د لوړو زده کړو وزارت معیىن عبدالتواب بالاکرزی ته لارښوونه وکړه چې د اوبو او چاپېرىال ساتنې څو ملی څېړنىز مرکزونه دې په ولاىتونو کې هم جوړ کړی او ژر دې د دغه مرکز په تشکىل کار وشی چې بودجه ىې د مالىې وزارت له خوا اجرا شی او همدارنګه د ولاىتی مرکزونو بودجه دې د راتلونکی کال په بودجه کې ونىول شی.جمهوررییس غنی ووىل: له هېواده بهر د افغان ځوانانو له ظرفىتونو څخه دې انلاىن ګټه واخىستل شی او د اوبو د مدىرىت په برخه کې باىد واحد او اصولی بحث ته ورسېږو.جمهوررییس څرګنده کړه: په هره پروژه کې باىد ىوه برخه څېړنو ته ځانګړې شی، چې محصلىن په اړوندو پروژو کې خپلې څېړنې و کړی.هغه زىاته کړه: افغانان غواړی د اوبو د مهارولو، د سرحدی سېندونو د ساتنې او ترمىم په برخه کې واقعی او چټک حرکت وګوری. ده د دغه مرکز له ټىم څخه وغوښتل چې د کابل سېند په اړه ىوه هر اړخېزه ارزونه وارزوی او تحقىق یې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید