روزنامه هیواد

جمهور ریىس غنی د اووه ویشتو ولاىتونو له والىانو سره د کرونا وىروس د مبارزې په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهور ریىس محمد اشرف غنی وړم ورځ ماسپښىن د وىډىو کنفرانس له لارې د ۲۷ ولاىتو له والىانو سره له کرونا وىروس سره د مبارزې په برخه کې د تدابىرو په اړه خبرې وکړې.د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛په دغه وىډىو کنفرانس کې چې په ارګ کې جوړ شو، په پىل کې د اقتصادی او سوداګرىزو چارو د پراختىا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهور ریىس فوق العاده استازی محمد ىوسف غضنفر په خپلو خبرو کې ووىل: له خصوصی سکتور سره ىې متعددې غونډې لرلی او هوکړې ته رسېدلی ىوو چې خصوصی سکتور له  والىانو سره په همغږۍ په بېلابېلو برخو کې کار وکړی.وروسته د جمهور ریىس دوىم مرستىال استاد سرور دانش ووىل: د هېواد په ۳۴ ولاىتونو کې له کرونا وىروس سره د مبارزې په خاطر د والىانو په رهبرۍ اضطراری کمېټې جوړې شوې دی.

جمهور ریىس زىاته کړه، د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې به تر دوو ورځو ىوه واضح طرحه نهاىی شی.

هغه د حکومتدارۍ په اړه ووىل: په بېلابېلو برخو کې بشپړه همغږی او باور موجود دى، موږ غواړو والىانو ته د چارو د لاچټکتىا او همغږۍ په خاطر صلاحىت ورکړو. والىان دې تر ډېره په روغتىاىی، اقتصادی او کرنىزو مساىلو او امنىتی سکتور دې پر امنىتی مساىلو تمرکز وکړی.جمهور ریىس غنی څرګنده کړه، ټول دولتی ښوونځی دې د تجرىد په مرکزونو د بدلېدو وړتىا پىدا کړی او تاسې ته صلاحىت درکول کېږی چې د اطلاع رسولو په برخه کې له سىمه ىىزو راډىوګانو ملاتړ وکړئ.

ممکن است شما دوست داشته باشید