روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی: په ګمرکونو او بندرونو کې دې د اصلاحاتو بهیر چټک شی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ د هېواد په ګمرکونو او بندرونو کې د اصلاحاتو بهیر د چټکوالی  په خاطر غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې چې وړمه ورځ له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، اړوندو مسوولینو د  ګمرکونو د عمومی وضعیت په ځانګړی ډول په تورخم بندر کې د ترانسپورتی ستونزو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل. جمهوررییس غنی د یادو راپورونو له اورېدو وروسته دوی ته لارښوونه وکړه، په ګډه همغږۍ دې د هېواد په ګمرکونو او بندرونو کې د اصلاحاتو،له فساد سره د مبارزې او زورواکۍ د مخنیوی بهیر چټک او ژر تر ژره دې د جمهوری ریاست عالی مقام ته د پایلو راپور ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید