روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی په کابل کې د وروستی ترورىستی برید د ټپىانو پوښتنه وکړه

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهور رییس محمد اشرف غنی د دوشنبې په ماښام په اىمرجنسی روغتون کې د هغو ټپىانو د حالت پوښتنه وکړه، چې د کابل ښار په شپږمه ناحىه شهر دوبۍ هوټل کې د واده پر مراسمو د ترورىستی برىد په پاىله کې، ټپىان شوی وو.

د ټپىانو د پوښتنې پرمهال معالجو ډاکټرانو جمهوررییس ته د هغوى د روغتىاىی حالت او د درملنې د څرنګوالی په اړه  معلومات ورکړل.  جمهوررییس غنی د خداى تعالى په دربار کې ټپىانو ته د بشپړې روغتىا هىله وکړه او د اىمرجنسی روغتون له مسوولىنو څخه ىې وغوښتل چې د ټپىانو د درملنې او پالنې په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړی.د ىاد روغتون مسوولىنو جمهوررییس ته ډاډ ورکړ چې ټپىانو ته پر وخت درملنه کېږی او د دوى د درملنې په برخه کې به لازىات کوښښ وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید