روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی: په بدخشان کې چاڼیز عملیات دوام کوی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی بدخشان ته د خپل سفر پر مهال لا وړمه ورځ د ولایتی شورا غړو، علماوو، مدنی ټولنې او ځوانانو سره وکتل. لومړی، د بدخشان د ولایتی شورا مرستیال عبدالله صدیقی، د علماوو په استازیتوب الحاج سعدالله ابو امان، د مدنی ټولنې بنسټونو په استازیتوب سیف الدین سیاس او د ځوانانو په استازیتوب جاهد الله پیام خبرې وکړې.هغوی جمهوررییس ته د ښه راغلاست ترڅنګ  د ولسوالیو ترمنځ د سړکونو جوړولو،  د شهیدانو او معلولینو ورثې ته د معاشونو د ورکړې، د دوآبه برېښنا بند جوړولو، په الکترونیکی تذکرو کې د بلوڅ کلمې درج کولو، د لاجورد تېږې د انتقال جواز، د سولې خبرو کې د مدنی ټولنې ونډې، د بدخشان ـــ چین سوداګریزې لارې جوړولو، تخار ولایت څخه بدخشان ته د وارداتی برېښنا د لېږد، د کانونو قانونی کولو، په دولتی ادارو کې د بدخشان د کدرونو د استخدام او د تصفیوی عملیاتو د دوام په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه  له جمهوررییس سره شریک کړل.د هېواد جمهوررییس د هېواد له منیتی او دفاعی ځواکونو  څخه د هغوی د ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه او وې ویل: بدخشان د اوبو او کانونو له پلوه بډاى ولایت دی او په اتو اقتصادی زونونو کې چې د جوړېدو په حال کې دی، دغه ولایت په دوو زونونو کې شامل دی. ده زیاته کړه: د اقتصادی زونونو اساسی موخه دا ده، چې ولایتونه له یو بل سره په زنځیری ډول وصل شی او اقتصادی تحرک ولری.جمهوررییس غنی څرګنده کړه: د بدخشان ځوانانو د امنیتی او دفاعی ځواکونو په لیکو کې ډېرې قربانۍ ورکړی او په خپلو وینو یې ثابته کړې ،چې د باثباته افغانستان  په فکر کې دی. ده زیاته کړه: د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونه په ټول هېواد کې د دښمن ځپلو توان لری، خو د تصفیه شویو سیمو ساتلو لپاره د خلکو په ځانګړې توګه د مشرانو، علماوو او ځوانانو همکارۍ ته اړتیا ده.جمهوررییس همداراز زیاته کړه: په بدخشان کې به تصفیوی عملیات تر هغو دوام ولری ، چې دښمن په بشپړ ډول له منځه نه وی تللی او د خلکو په ملاتړ او همکارۍ به امن او باثباته بدخشان ولرو.

ممکن است شما دوست داشته باشید