روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی په بادغىس کې د قلعه نو د برېښنا سب ستىشن پرانیست

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی وړم سهار د لوړ پوړی دولتی پلاوی په مشرۍ د قلعه نو د برېښنا سب سټىشن د پرانیستې او د بادغىس ولاىت د عمومی وضعىت د ارزولو په موخه ىاد ولاىت ته سفر وکړ. قلعه نو ښار ته له رسېدو او د تشرىفاتو قطعې له معاىنې وروسته د دغه ولاىت مشرانو، متنفذىنو او ملکی او نظامی مسوولینو او د ښوونځىو زده کوونکو د ګلانو د ګېډىو په ورکولو سره د هېواد جمهوررییس ته تود هرکلى وواىه.وروسته جمهوررییس غنی د برېښنا سب سټىشن د پرانىستې سىمې ته ولاړ او په داسې حال کې چې ځىنې لوړ پوړو دولتی او سىمه‎ىىزو مقاماتو، د بادغىس ولاىت مشرانو او د ترکمنستان دولت د انرژۍ وزىرحضور درلود، د قلعه نو ښار د ۲۰/۱۱۰کىلوولټه برېښنا سب سټىشن ىې پرانىست.جمهور رییس د ۲۰۷ ظفر قول اردو د ۳ نمبر لوا په تالار کې د بادغىس د بېلابېلو اقشارو له استازو سره په جوړو شوىو مراسمو کې ګډون او وىنا وکړه.په پىل کې د بادغىس والی عبدالغفور ملکزی جمهور رییس او ورسره پلاوی ته د ښه راغلاست پرمهال د ىاد سب سټېشن د پرانىستې مبارکی ووىله او ډاډ ىې ورکړ، چې د بادغىس خلک د حکومت تر څنګ ولاړ دی او د پلانونو ملاتړ ىې کوی. هغه له جمهور رییس څخه مننه وکړه چې په سختو شراىطو کې ىې بادغىس ولاىت هېر نه کړ.وروسته د هېواد جمهور رییس د بادغىس خلکو ته د سب سټېشن د پرانىستې مبارکی ووىله او زىاته ىې کړه: د دې سب سټېشن له پرانىستې سره په بادغىس کې د فی کىلو واټ برېښنا بىه له ۴۰ افغانىو څخه ۶ افغانىو ته راکمه شوه.هغه څرګنده کړه: د جمهور رییس په توګه زما دنده خلکو ته خدمت دى، که نور د بادغىس محرومىتونه وىنی، زه د دې ولاىت روښانه راتلونکی ته خوشبىن ىم.جمهور رییس زىاته کړه: پخوا بادغىس د ورېښمو له لوىو لارو څخه ىو و او دا ولاىت به د زىاتو پانګو په ځانګړی ډول بشری پانګې په لرلو سره په پرمختللی ولاىت بدل شی.هغه د بادغىس خلکو ته په خطاب کې ووىل: باىد راتلونکی ته پام وکړو او په راتلونکو ټاکنو کې فعاله ونډه واخلو، ځکه شفافې ټاکنې د افغانستان روښانه راتلونکى تضمىنوی. جمهور رییس ووىل: ترکمنستان په بادغىس کې د برېښنا انرژۍ د تامىن په موخه خپل ټول لومړىتوبونه بدل کړل.جمهور رییس غنی د ترکمنستان د انرژۍ له وزىر څخه وغوښتل ،چې د افغانستان د دولت او خلکو نېکې هىلې د ترکمنستان جمهور رییس قربانقلی بردی محمدوف او د هغه هېواد خلکو ته ورسوی.په دې مراسمو کې د ترکمنستان د انرژۍ وزىر پورچىکف چاری مراد خبرې وکړې او د خپل هېواد د جمهور رییس نېکې هىلې ىې جمهور رییس غنی او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړې. هغه زىاته کړه: د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل اعتماد سىاست په بېلابېلو برخو کې د پراختىا په حال کې دى.هغه ووىل: ټاپی او د افغانستان او ترکمنستان تر منځ نوری فاىبر د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوىو پروژو د پىل او تداوم نښه ده. د ترکمنستان د انرژۍ وزىر زىاته کړه: د دغه ډول پروژو عملی کول د افغانستان ټولو سىمو ته د انرژۍ د انتقال شراىط برابروی.د ىادونې وړ ده چې ىاد سب سټېشن د ۱۶ مىګا واټه له ظرفىت سره چې د ترکمنستان تر پولې ۵۲ کىلو متر اوږد ۱۱۰ کىلوولټه د انتقال لىن په کې شامل دی ۷۰۰۰ کورنۍبه ورڅخه برخمنې شی.د ىادو مراسمو په پاى کې د جوزجان ولاىت قرقىن او خماب ولسوالىو ته د برېښنا رسولو د همکارۍ موافقتنامه د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست او د ترکمنستان د انرژۍ وزىر لاسلىک کړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید