روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی پنځه قلمه تاریخی اثار ملی موزیم ته وسپارل

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون مازدیګر د افغانستان ملی موزیم ته دپنځه قلمه تاریخی اثارو د سپارلو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.

په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، د ملی موزیم رییس محمدفهیم رحیمی وویل، په دغو تاریخی آثارو کې  د غازی امان الله خان د وخت (۱۳۰۱ل ) توره. د نولسمې پېړۍ ښځینه جیبی ګلدوزی شوی بکس. دوه د برتانوی هند د کمپنۍ سیکې او همدارنګه د برتانوی هند د شلمې پېړۍ د لومړیو یو لسګون بانکنوټ او یو انګلیسی چاقو شامل دی.

وروسته صفی الله پاچا د افغانستان د ملۍ خپلواکۍ د ګټونکی غازی امان الله خان د وخت توره او همدارنګه حبیب الرحمن نوری د شلمې پېړۍ یو ښځینه جیبی بکس، د برتانوی هند د کمپنۍ دوه سکې، د برتانوی هند یو لسګون بانکنوټ او یو انګلیسی چاقو جمهوررییس ته ډالۍ کړل.

جمهوررئیس غنی له دواړو څخه په مننې د دوى  دغه لوى قدم او ملی
احساس د قدر وړ وباله او مسوولینو ته یې د صفی الله پاچا او حبیب الرحمن نوری د تقدیرولو لارښوونه وکړه.

د هېواد جمهوررییس د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرستې او د افغانستان د ملی موزیم رییس ته د دغو تاریخی اثارو دسپارلو پرمهال د هغو د خوندی ساتلو لارښوونه وکړه. هغه زیاته کړه، د دارالامان ماڼۍ دوه پوړه به ملی موزیم او درېیم پوړ به یې دولتی مراسمو ته ځانګړى شی.

جمهوررییس څرګنده کړه، د خپلواکۍ د اتل غازی امان الله خان د وخت توره دا مانا چې دا وطن زموږ نیکونو او غازیانو په خپلو تورو او سرونو ساتلی او دا د هغوى د سرښندنو نښه ده. هغه زیاته کړه، غازی امان الله خان  په هېواد کې د اولنی بانکنوټ په رایجولو سره د سکو انتقال اسانه کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید