روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی: ورزشکاران د هیلې نښه او د افغان ملت د عزم او ارادې تمثیلوونکی دی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی پرون له غرمې مخکې د فوټبال فدراسیون د رهبرۍ غړیو او د هریرود طوفان او د اسمایی شاهین فوټبال ټیمونو له ورزشکارانو سره وکتل او د افغانستان د فوټبال غوره لیګ په اتم پړاو کې یې د هریرود طوفان ټیم ته د اتلولۍ مبارکی وویله. په دې کتنه کې چې په چهارچنارماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر ورزش ته د جمهوررییس له پاملرنې او د افغانستان د فوټبال غوره لیګ له اتم پړاو څخه د دولت د ملاتړ مننه وکړه. ده زیاته کړه، له دغه ملاتړ سره په ملی او نړیوالو ډګرونو کې د هېواد د ورزشکارانو د ویاړ کچه زیاتېږی.

کارګر څرګنده کړه، د (( یو ولس او یو غږ )) تر شعار لاندې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو ترسره شو او له امنیتی او دفاعی ځواکونو یې د یادو سیالیو د امنیت د تامین له امله مننه وکړه. وروسته جمهوررییس غنی د افغانستان د فوټبال دغوره لیګ داتم پړاو د اتلانو ټیم او د دغه دور د نایب اتلانو او نورو ټولو ورزشکارانو د همت او زیار ستاینه وکړه او وې ویل، تاسې د هیلې نښه او د افغان ملت د عزم او ارادې تمثیلوونکی یاست او دا مو ثابته کړه چې د افغانستان خلک زور، ترور او وحشت ته نه تسلیمېږی.

جمهوررییس زیاته کړه: تاسې وښوده چې د سیالۍ قوانین مراعاتوئ او په ټولو برخو کې باید ستاسې هڅې نمونه وی.

د هېواد جمهوررییس دې ته په اشارې چې د ورزش پیاوړی کول د دولت دنده ده وویل، دولت د همدې لپاره د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو تمویل کړ. د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس وویل، پر ورزش زیاته پانګونه کېږی. ده زیاته کړه، د هریرود طوفان او اسمایی شاهین فوټبال ټیمونو له هر غړی سره به د دولت له بودجې پنځوس زره افغانۍ مرسته وشی او د افغانستان د فوټبال فدراسیون له مسوولینو یې وغوښتل چې د یاد فدراسیون د روزونکو او غړیو د ستایلو وړاندیز ترتیب کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید