روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی : ملت او دولت پر خپلو مېړنیو ځواکونو ویاړی

د اتم مخ لومړی خبر د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی د لومړۍ کرښې مسوولینو سره د تلېفونی خبرو په لړ کې پرون سهار د وسله وال پوځ پنځو منسوبینو سره خبرې وکړې.جمهوررییس د ۲۰۳ تندر قول اردو د لوا د شپږم کنډک لشکرخان، د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا د دریم کنډک قوماندان ډګرمن عبدالرشیداخلاقی، د زابل د دویمې لوا قوماندان ډګروال سیدبابا منصوری، جګړن ګلزارخان او جګړن صفی الله سره د بېلابېلو تلېفونی تماسونو له لارې د جګړې د لومړۍ کرښې د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د اتلولیواو زړورتیا قدردانی وکړه. د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان هغوی ته په خطاب کې وویل: د دغې نوې سلسلې له لارې غواړم د وطن، خلکو او لویو لارو په ساتنه کې ستاسو د لومړۍ کرښې د اتلو، سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د زړورتیا او مبارزو مننه وکړم او ډاډ درکړم چې ملت، دولت او خاصتاً اعلی سرقوماندان پر تاسو ویاړی او ستاسو کلک ملاتړی دی.جمهوررییس غنی د هېواد د دفاع دغو اتلانو څخه چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرار لری هیله وکړه، چې ټولو اتلو او زړورو افسرانو، بریدملانو ، سرتېرو، د دوی درنو کورنیو او ولسونو ته د ده سلامونه او درناوی ورسوی.د وسله وال پوځ یادو منسوبینو له جمهوررییس څخه په مننې وویل: په عزت اوسئ رییس صاحب، مهربانی مو ده، موږ ته مو ځواک او ویاړ راوباښه. تل دې زموږ احوال اخیستی او ملاتړ دې کړی.د لومړۍ کرښې یادو مسوولینو وویل: ستاسو په امر او لارښوونه مو دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی، په شا مو تمبولی. لویې لارې پرانیستې دی. ډېرې ساحې مو ځنې نیولی او د پاتې ساحو د نیولو هڅې ادامه لری.هغوی جمهوررییس ته ډاډ ورکړ ،چې  په مېړانه له خپلې خاورې دفاع کوو. دا زموږ کور دی او د هرې برخې دفاع ته یې چمتوو یوو. د هېواد دفاع او د خلکو ساتنه او خدمت کې به خپلې وینې او ځان درېغ نه کړو.جمهوررییس غنی د هغوی له تعهد او خدمت څخه په مننې وویل:  ستاسو غږ چې اورم په مراتبو مې روحیه لا ښه کېږی. ټول ملت او دولت په خپلو مېړنیو ځواکونو ویاړی او په ټول قوت ستاسو ملاتړ کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید