روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی : مرکچی پلاوى دې طالبان قانع کړی چې له مذاکراتو پرته بله لاره نه لری

جمهوررییس محمداشرف غنی پرون له غرمې مخکې د دوحې غونډه کې د افغانستان اسلامی جمهوری دولت ګډون کوونکی پلاوی سره په کتنه کې وویل: تاسې هغه ماموریت پیل کوئ ،چې ولس ورته څلوېښت کاله صبر کړی او تاسې د ولس ورکه چې دوامداره او تلپاتې سوله ده، موندلى او ترلاسه کواتۍ شئ. په سلامخانې ماڼۍ کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال جمهوررییس څرګنده کړه: ستاسو ماموریت د افغانستان د ټولنې او دولت هیلې او ارزوګانې تمثیلوی او د ټول ولس عملی استازیتوب کوئ. ده زیاته کړه: په وطن کې زموږ حق ثابت دی او د تویدو او تېزو احساساتو پر وړاندې د دې خاورې زغم د هندوکش غره په څېر قرار لری.

د هېواد جمهوررییس  وویل: زموږ ګډ درد دا دی، چې هره ورځ د وینې توېدو شاهدان یوو. انتحار، انفجار، ډزو او بمباریو، روحاً او جسماً ستړی کړی یوو، خو دا چې زموږ په زړونو او وینه  کې له وطن سره د زرهاو کلونو مینه ده، نه ماتېږو او نه نهیلې کېږو. ده زیاته کړه: موږ باوری یوو چې د نورو بحرانونو په څېر به دغه څلوېښت کلن جنګ هم ختموو. د نهیلۍ ختمولو کیلی زموږ په لاسونو کې ده. ده وویل: راشئ یو بل ومنو او د راتلونکو نسلونو لپاره له ځانځانۍ تېر شو. د ځانځانۍ ښامار څوک منزل ته نه شی رسولی او نه هم په یوازې ځان پسې ګرځېدل ارامی راوړلی شی.

جمهوررییس وویل:  یو تاریخی فرصت په لاس راغلی چې موږ په ژور فکر او بحثونو خپلې دایمی ستونزې حل کړو. د خپلواک ملت په توګه هغه تصامیم نیسو چې د خدای رضا او د ملت خېر په کې نغښتى. محمداشرف غنی وویل: د سولې لپاره ملی، اسلامی، سیمه ییز او بین المللی شرایط چمتو دی او سوله د جرائت  او قوت سمبول ده. ده زیاته کړه: یوازې ولس پرېکړه کوی چې کوم شرایط او حدود منی او له کومو سره مخالفت لری.

جمهوررییس څرګنده کړه: د سولې وروستی تصمیم نیوونکى ملت دی. موږ او تاسو ټول استازی یوو. زموږ قوت او عزت  په همدې استازیتوب کې دى. مسوولیت  مو هم له همدې سرچینه اخلی او همدا استازیتوب زموږ د واکونو حدود ټاکی. محمداشرف غنی وویل: تاسو ته د لومړی ځل لپاره  له مقابل لوری سره د هر اړخیزو بحثونو زمینه برابره شوې. تاسو په قطر کې د افغانستان اسلامی جمهوری دولت او افغان ملت استازیتوب کوئ او دا استازیتوب مهم دی.

جمهوررییس هغوی ته په خطاب کې وویل: د اوسنی افغانستان واقعیتونه، هیلې، دردونه او لید له طالبانو سره شریک کړئ، هغوی وپېژنئ او فرصت ورکړئ چې تاسې وپېژنی. ده زیاته کړه: د نظام موجودیت او سرې کرښې د دې وطن له مشترکو هیلو او ارزوګانو څخه جوړې شوې. ده زیاته کړه: طالبان قانع کړئ چې دولت سره له مذاکراتو بغیر بله لاره نه لری او د جنګ د ختمولو لپاره بله نسخه نه پیدا کېږی، زموږ خپل تاریخ راته وایی: چې پردی ‎زموږ لپاره تصمیم نه شی نیولی.

جمهوررییس څرګنده کړه: د وینې تویول بریالیتوب نه دی او نه هم د ستونزې سیاسی حللاره غالب او مغلوب لری. د سولې ګټونکی به افغان ماشومان،مېرمنې، یتیمان او د افغانستان ولس وی. موږ سوله د ځان نه، بلکې د راتلونکو نسلونو د آبادۍ او هوساینې لپاره کوو. جمهوررییس وویل: تاسې د دولت او ملت د سفیرانو او استازو مسوولیت لرئ. له طالبانو سره په زغم، دقت او متانت د ولس د غوښتنو، د نظام د تداوم، قانونیت او د بنسټونو د پیاوړتیا په اړه واضح خبرې وکړئ. ده زیاته کړه: د دوی  په دردونو، مجبوریتونو، هیلو او نظریاتو ځان پوه کړئ، دا تاسې پورې تړلې ده، چې بېرته د افغانستان ولس لپاره څه راوړی؟

ورپسې د سولې عالی شورا مرستیالې آغلی حبیبې سرابی د دوحې غونډې د پیشنهادی اجندا په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل. جهادی رهبر استاد عبدرب الرسول سیاف د وینا پرمهال وویل: نن د یوې مبارکې موضوع په اړه چې سوله ده دلته راټول شوی یوو. سوله الهی امر او د ولس، نړۍ او بشریت  غوښتنه ده. ده زیاته کړه: د هر جنګ پای سوله ده او د سولې مخالفت په حقیقت کې د خدای د دین مخالفت دی.

نوموړی وویل: زموږ پر هېواد جنګ تحمیل شوی او د جنګ هره لحظه ناروا ده. د جنګ د پای ته رسولو یوازینۍ لاره تلپاتې او باعزته سوله ده. ده دوحې ته د تلونکی پلاوی له غړو وغوښتل ،چې د مناظرې او مناقشې نه، بلکې د سولې په نیت لاړ شئ او خپل وحدت وساتئ. همدارنګه یې د طالبانو له پلاوی هم وغوښتل چې له اصلاح او ښه نیت سره د سولې مذاکراتو ته راشی. د سولې عالی شورا رییس استاد محمدکریم خلیلی وویل: جنګ د حل لاره نه ده او د یو شفاف مېکانېزم په اساس باید سوله تامین شی. هغه زیاته کړه، د نړۍ په یوه هېواد کې هم سوله له جرئت او قاطعیت پرته نه ده راغلې او نه هم سوله تېر ته د ورګرځېدو په مانا ده.

هغه څرګنده کړه، د جنګ پاى ته رسېدل او د سولې تامین د ټولو غوښتنه او د افغانستان اسلامی جمهوری دولت پلاوی څخه یې وغوښتل چې په پراخ او ملی لید د دوحې بین الافغانی مذاکراتو ته لاړ شی او په متانت د خپلو خلکو استازیتوب وکړی. مخکینی جمهوررییس حامدکرزی دغې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، نن د خوشالۍ ورځ ده چې سولې ته د رسېدو هڅه او عزم مو کړى. د افغانستان خلکو ته تر دې بله لویه هیله او خوشالی نشته. هغه زیاته کړه،  له طالبانو سره په غونډه کې کوښښ وکړئ چې د سولې لپاره لاره پیدا کړئ او زموږ وظیفه د جنګ ختمول دی.

اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، خوښ یم چې د دولت پلاوی دوحې ته له تلو مخکې دلته غونډه کوی او دوى به د افغانانو استازیتوب وکړی. هغه زیاته کړه، په دې هیله چې ستاسو هڅې د مخامخ مذاکراتو زمینه برابره کړی. نوموړی وویل، په دغه پلاوی کې د بېلابېلو اقشارو استازی حضور لری او ټول د پایداره او باعزته سولې د تامین لپاره د افغانستان
د دولت او ملت په استازیتوب د دوحې کنفرانس کې ګډون کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید