روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی له زلمی خلیلزاد سره د سولې په اړه خبرو ته دوام ورکوی

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی د مخکېنىو غونډو په ادامه، پرون له غرمې مخکې د سولې لپاره د امرىکا متحدو اىالتونو د بهرنىو چارو وزارت ځانګړی استازی ‌‌‌‌‌‌ډاکتر  زلمی خلىلزاد سره وکتل. په دې کتنه کې چې د هېواد ىو شمېر سىاسی او جهادی شخصىتونو هم حضور درلود، د افغانستان د سولې د روانو هڅو په اړه بحث او خبرې وشوې. د هېواد جهادی او سىاسی شخصىتونو د سولې پروسې په اړه خپل لىدلوری، نظرىات او اندېښنې شرىکې کړې او پر راتلونکو اقداماتو ىې مفصل بحثونه وکړل. په پام کې ده چې دغه غونډې به په راتلونکو ورځو کې دوام ولری.

ممکن است شما دوست داشته باشید