روزنامه هیواد

جمهوررییس غنی :  شهید سترجنرال عبدالرزاق له نړیوالو همکارانو سره د همغږۍ غوره نمونه و

جمهوررییس محمد اشرف غنی د لوی کندهار مشرانو ته د کندهار د وروستۍ تروریستې پېښې د هر اړخیزې څېړنې، د شهید ستر جنرال عبدالرازق په نامه د هوایی ډګر د څلور لارې او د کندهار پولیسو اکاډمی د نومولو او د نوموړی د مزار د جوړولو ډاډ ورکړ.جمهور رییس پرون له غرمې مخکې د کندهار له مشرانو سره په کتنه کې وویل: شهید سترجنرال عبدالرزاق یو شخص نه، بلکې یو بنسټ او له نړیوالو همکارانو سره د همغږۍ غوره نمونه و. د  هغه د خدمتونو او مبارزې په درناوی د کابل نړیوال  هوایی ډګر څلور لار او د کندهار د پولیسو اکاډمی د شهید ستر جنرال عبدالرازق په نامه نومول کېږی او د مزار د جوړولو چارې به یې هم ژر پیل شی.محمد اشرف غنی اړوندو ارګانونو ته د شهید ستر جنرال عبدالرازق د شهادت  پېښې د هر اړخیزې څېړنې لارښوونې ته په اشارې وویل: د جنګ او سیاست په ډګر کې مات شوى دښمن په بې اساسه اوازو زموږ د ملی یووالی او نړیوالو اړیکو د خرابولو هڅه کوی،خو د مېرویس نیکه او احمدشاه بابا لمسیان به هېڅ وخت  دښمن ته د نفاق خورولو اجازه ورنه کړی.جمهور رییس غنی د کندهار له ولسونو څخه د ولسی جرګې ټاکنو کې د پراخ ګډون او بریالی ترسره کېدو له امله مننه وکړه.د کندهار د ولایتی شورا رییس سیدجان خاکرېزوال، په کندهار ولایت کې د سولې په چارو کې د جمهور رییس ځانګړی استازی مسعود اخندزاده او د زابل د ولایتی شورا رییس عطاالله حقبیان د جمهور رییس غمشریکۍ څخه په مننې په لوی کندهار کې د مېشتو امنیتی او دفاعی ځواکونو تشکیل، تمویل او تجهیز ته د پاملرنې او د ولسی جرګې ټاکنو په پایلو کې د هر ډول لاسوهنې د مخنیوی
په اړه خپل وړاندیزونه له جمهور رییس سره شریک کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید